Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرنې وازرت په هېواد کې د قطره‎يي اوبو لګولو په هڅه کې دی

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د اوبو د قطره یې سیسټم له دودولو خبر ورکوي.

د کرنې وزیر وايي دوی بزګرو ته د قطره یې اوبو په برخه کې لازمه روزنه ورکوي.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر په دې اړه وویل:«موږ په ۲۴ ولایتونو کې د قطره‎يي اوبو لګولو سیستم معرفي کړی دی چې پیل مو له شنو خونو څخه کړی چې هلته سترې سوداګریزې شنې خونې دي او همدارنګه په کورونو کې هم شنې خونې دي.اوس کرا کرا ځو چې په بڼونو کې هم له دغې سیستم څخه کار واخلو ترڅو خلک متوجه شي.»

په همدې حال کې یو شمېر کروندګر چې د تازه سبزیو په برخه کې کار کوي وايي چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره حکومت باید قطره یې سیستم  په سمه توګه عملي کړي ځکه د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو کموالی د کروندګرو اصلي ستونزې دي.

زهرا یوه له کروندګرو څخه وايي:«قطره‎يي د دې لپاره ښه دی چې اوبه د هر بوټي لاندې ځي او په سمه توګه اوبه کېږي.»

بزګر شیرزمان وویل:«د قطره‎يي سیستم د اوبو لګولو ګټې ډېرې دي.له دغې طریقې څخه په استفادې سره،حاصلات نه سوځي او حکومت باید دغه سیستم عملي کړي.»

د کرنې د برخې کارپوهان وايي یوه لاره چې په کرنه کې له کمو اوبو کار څخه ډېره ګټه اخیستل کېږي. د قطره یې سیستم له لارې د ځمکو خړوبول دي.

د کرنیزو چارو کارپوه یاسین فرهمند څرګنده کړه:«د اوبو لګولو قطره‎يي سیستم،کابو یو تخنیکي سیستم دی چې ټول کروندګر نه شي کولای له هغه څخه کار واخلي.اړتیا ده چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت دغه سیستم کروندګرو ته ورزده کړي. »

شریک یي کړئ