Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار د وچو مېوو په صادراتو کې ۴۱ سلنه زیاتوالی

د کندهار د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولان وايي چې سږکال د کندهار ولایت د وچو مېوو په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندهار د سوداګري خوني مسؤولین وايي چې سږکال د وچې مېوې کیفیت د نورو کلونو په پرتله ښه وو، او په بهرني بازارنو کي يي غوښتنه هم ډېره وه.

په کندهار کي د وچې مېوې سوداګر که څه هم د یو لړ ستونزو یادونه کوي ، خو سږکال د وچې مېوې له صادرانو راضي دي.

انځر ، کشمش ، شکر پاره ، بادام ،او يو شمېر نورې وچې مېوې د کندهار له هغو زراعتي محصولاتو څخه شمېرل کېږي ،چي په کورني او بهرني بازار کي خورا شهرت لري.

دلته کندهار کي د دغه مېوو په برخو کې کارکوونکي وايي ،چې سږ کال يې بازار تر يوې کچې ښه وو خو د سوداګرو لخوا د پيسو پر وخت نه ورکول ، په پاکستان هېواد کي د زياتې ماليې اخیستل ،د پاکستان څخه په  قاچاقي ډول د بادامو راوړل يې په وړاندې هغه ستونزې دي ،چي دوی یې يادونه کوي.

د وچې مېوې سوداګر احمد ګل وايي:«زموږ ډېرې ستونزې د پاکستان په پوله کې وې،سږ کال موږ بیا هم مناسب بازار درلود،که‎چېرې زموږ ستونزې حل شوې وای ډېری هغه مېوې چې سږکال له صادر شوې نه دي نړیوالو بازارونو ته رسېدلې.»

دسوداګرۍ خوني مرستيال زياتوي ،چي په دغه صادراتو کي يې کابو د ۳۸ مېليونه ډالرو په ارزښت،۱۳ زره او ۸۵۳ ټنه وچه مېوه او د څه باندې ۱۱ مېليونه ډالرو په اندازه ،۹ زره او ۶۹۶ ټنه طبي بوټي بهرنيو هېودانو ته صادر کړي ،چي د صادراتو زياته برخه يې هندوستان هېواد ته ده.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عبدالباقي بینا په دې اړه وویل:«سږکال زموږ ډېری وچه مېوه د هند،دوبی او قزاقستان بازارونو ته صادره شوې،خو د هغوی کچه ډېره نه وه.»

د یادوني وړ ده  ،چي سږکال د کندهارڅخه ۷ زره او ۵۰۰  ټنه انګور او له ۱۰ زرو ټنه څخه زيات انار بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته صادر کړل شوي دي.

شریک یي کړئ