Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورني چرګانو د روزنې پروګرام په کابل کې د کورنیو اقتصاد ښه کړی

د کورني چرګانو د روزنې پروګرام مسؤولین وايي چې د کابل په لیرې پرتو ولسوالیو کې د کورني چرګانو د روزني د پروګرام عملی کېدو د کورنیو له اقتصاد سره مرسته کړي ده.

په قرباغ ولسوالۍ کې یو شمېر دغه مېرمني چې د دغې پروګرام په لړ کې د کورنۍ کوچني فارمونه لري وایي چې اوس هر ورځ تر دوسوه افغانیو عاید لری.

د کورني چرګانو د روزني د پروګرام مسؤولین وایي چې هره میاشت په هر ولایت کې له دغه پروګرام څخه کابو یو مېلیون هګې راغونډېږي چې ۷۰ سلنه یې د کورنیو له لوری بازارونو ته وړاندې کېږي.

د زراعت او اوبو لګولو وزارت د بې وزله کورنیو د اقتصاد د ښه والي لپاره په کلیو کې،د کورنیو فارمونو پروګرام عملي کوي.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې، په لیرو پرتو کلیو کې بې وزله مېرمنو ته،د فارمدارۍ د فني روزنې ترڅنګ کوچني فارمونه هم جوړېږي.

دغه پروګرام په هرې ولسوالۍ کې ۷۴۰ بې وزلې مېرمنې تر پوښښ لاندې راولي.

په کابل کې د کورني چرګانو د روزنې د پروګرام مسؤول وجیح الله طلوع نیوز ته وویل:«دم‎ګړۍ په هره میاشت کې په هرهغه ولایت کې چې دغه پروګرام عملي شوی دی،د چرګانو کابو یو مېلیون هګۍ تولېدېږي چې ۳۰ سلنه یې کلیوالۍ کورنۍ مصرفوي او ۷۰ سلنه نور یې بازار ته وړاندې کېږي.دغه پروګرام د سیمه‎ييز اقتصاد د ودې لپاره په لاره اچول شوی دی.»

په دې لړ کې،د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې هغه بې وزله مېرمنې چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې د کوچنیو فارمونو له لرلو برخه منې شوې دي،وايي چې اوس د ورځې تر ۲۰۰ افغانیو عاید لري.

د قره باغ په ولسوالۍ کې یوه فارم لرونکې کلدارې وویل:«زموږ لپاره اوس  ډېر ښه وشول په کور کې یو کوچنی فارم لرو د خپل ورځنی لګښت د هګیو له پلور څخه ترلاسه کوو او همدارنګه په کور کې د هغوی له هګۍ څخه هم استفاده کوو.»

په دغې ولسوالۍ کې یو بزګر ظاهر هم وویل:«دغه پروګرام زموږ لپاره ډېر ګټور دی،ځکه چې په ژمي کې زموږ ټول کارونه او فعالیتونه په ټپه درېږي او موږ له تنګ لاسۍ سره مخامخ کېږي.»

د زراعت او اوبو لګولو وزارت مسؤولان وايي چې په کلیو د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره،دغه وزارت هڅه کوي چې کلیوالو کورنیو ته د اقتصادي فعالیتونو ډېرې زمینې برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه