Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دولتي بنسټونه به ۲۵ سلنه له کورنیو تولیداتو کار واخلي

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه‎پال وايي، که کورنۍ کارخونې وتوانیږي د دولتي بنسټونو د کاروونې وړ توکي تولید کړي، نو په قراردادونو کې به ۲۵ سلنه کورنیو تولیداتو ته ځای ورکړل شي.

دی زیاتوي چې ولسمشر د صنایعو له څښتنانو غوښتنه کړې تر څو د هغو توکو نوملړ چې په هېواد کې تولید کېږی جوړ او د ملي دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده‎کړو او د پوهنې وزارت نور کورني تولیدات واخلي.

نوموړي زیاته کړه:"ولسمشر صنعتکارانو ته وویل چې که خپل تولیدات معیاري کړي نو د ملي دفاع، کورنیو او د لوړو زده‎کړو وزارت به خپل خدمات له دوی څخه ترلاسه کړي."

له بلې خوا د صنایعو څښتنان څرګندوي چې اوس‎مهال افغانستان د ۱۹ برخو په تولید کې پر ځان بساینې ته رسېدلی او ډېر ژر به یې نوملړ ولسمشر ته وړاندې شي.

د افغانستان د صنایعو ټولنې رئیس، سخي‎احمد پیمان وویل:"موږ هیله لرو چې هغه خصوصي سکتور چې په ځان بساینې ته رسېدلي دي موږ ورته د کیفیت او کمیت له پلوه ورته ډاډ ورکوو او خلکو ته دولت ته وايوو چې صنایع په ښه حالت کې دي او کولی شو چې په ۱۹ برخو کې خلکو ته ځواب ویوونکي ووسو."

په همدې حال کې د صنایعو څښتنان د ولسمشر دا ژمنه د هېواد تولیداتو ملاتړ لپاره اغېزمن بولي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند، مسافر قوقندي څرګندوي:"کورنیو تولیداتو ته ځانګړی پام شوی دی، ۲۰ سلنه کې موږ پر ځان بسا شوي یوو او یا هم ورته نېږدي یوو."

اوس‎مهال په هېواد کې کابو دوه زره وړې او لویې کارخونې فعالیت لري او د صنایعو څښتنانو په وینا د بوټانو، څښاک، خوراکي توکو، فرش، او پلاستیکي توکو تولید کې ښې لاسته راوړنې لري.

دی زیاتوي چې ولسمشر د صنایعو له څښتنانو غوښتنه کړې تر څو د هغو توکو نوملړ چې په هېواد کې تولید کېږی جوړ او د ملي دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده‎کړو او د پوهنې وزارت نور کورني تولیدات واخلي

شریک یي کړئ