د ښار او کور جوړونې چارو وزیر سید منصور سادات نادري او په افغانستان کې د چین سفیر ویاوجن نن پنجشنبې(د کب په ۲۶ مه)د ۱۴۰۰ اپارتمانونو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
نادرې همدارنګه وویل چې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو ودانول د چین په مالي مرستې سره د لس زره اپارتمانونو یوه برخه ده.
ټاکل شوې د دغو اپارتمانونو عملي کار تر راتلونکو دوو میاشتو پورې پيل او له دوو کلونو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ښار او کور جوړونې چارو وزیر سید منصور سعادت نادري په دې اړه څرګنده کړه:«د پروژې طرحه او ډیزاین د ښار جوړونې وزارت د تخنیکي ډلې له خوا ترسره شوې منظور شوې سیمه مشخصه شوې د خاورې د ازمښت په برخه کې د پروژې یوه لومړنۍ برخه ده هغه هم ترسره شوې ده. »
په همدې حال کې په کابل کې د چین سفیر وايي چې د لسو زرو اپارتمانونو دویم، او درېیمه برخه به هم په کابل کې جوړ شي او د دغو اپارتمانونو پاتې برخې به په ولایتونو کې جوړ شي.
په کابل کې د چین سفیر یاوجن وویل:« که چېرې دا پروژه د افغانستان حکومت او خلکو لخوا ومنل شي، د ښار د اوسېدونکو لپاره به مناسب ځای وي، زما په باور د چین حکومت به د داشان همکاریو په دوام کې هڅه وکړي ځکه دا یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د چین لپاره هم د افغانانو د ژوند او اقتصادي ودې لوړ والی یوه هیله ده.»
د ښار او کور جوړونې چارو وزارت په وینا اوسمهال د هېواد وګړي د استوګنې دوه مېلیونو کورونو ته اړتیا لري او دا وزارت هڅه کوي د ارزانه کورونو په جوړولو سره خلک وکړای شي د استوګنې کورونو ته په آسانې لاسرسی پیدا کړي.