د کرنې او اوبو لګونې وزارت د شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې د هېواد په بېلابيلو سیمو کې ۱۱۳ د اوبو رسوَلو شبکې جوړې شوې دي او ټاکل شوې ده چې راتلونکي ۱۳۹۶ کال کې هم ۱۲۰ نورې جوړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سېشنبې پر ورځ( د کب۱۷مه)یاد وزارت د اوبو رسوَنې ۱۵شبکو تړون د ۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړي.
د کرنې او اوبو لګونې وزیر، اسدالله ضمیر وايي چې له دې سره به د کرنې ۴۰ سلنه د اوبو بېځایه لګېدو مخنیوی وشي او ترڅنګ به یې کرنیز توکي ۲۰ سلنه زیاتوالی ومومي.
ده زیاته کړه:«د اوبو لګونې په برخه کې پر دوو برخو کار کوو یو یې د اوبو رسونې شبکې دي او بله یې اوبو لګونې ټولنو رامنځته کول چې ورسته بیا له دې پروژو ساتنه وکړي او اوسمهال دا شپږ شبکې د هېواد په شپږو ولایتونو کې جوړېږي.»
په همدې حال کې یو شمېر کروندګر په هېواد کې په سمه توګه د اوبو لګونې شبکو جوړول ګټور بولي.
یو تن کروندګر، سلطان احمد وویل:«مخکې مو په ډېرو ستونزو په یوه او دوو ساعتونو کې خپلې ځنکې اوبه کولې، خو د اوبو پروژو له عملي کېدو سره کار آسان شوی دی او د حاصلاتو په زیاتوالي کې هم ګټور دي.»
په کرونده کې د اوبو تنظیم پروژې رئیس، پرویز ناصري وايي:«دا پروژې به د اوبو بېځایه لګېدو مخنیوي کې ګټورې وي او د کروندګرو ځمکې به په سمه توګه اوبه شي.»
د کرنې وزارت په وینا د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ۱۵ د اوبو شبکو جوړولو سره به ۱۲ جریبه ځمکه اوبه شي او ۱۴ زره کروندګر به ترې ګټه پورته کړي.