Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوداګرۍ وزارت د صادراتو پراختیايي ملي کړنلاره جوړوي

د سوداګري اوصنایعو وزارت د سوداګري د نړیوال سازمان او د اروپایي ټولنې د سلاکارانو په مرسته د صادراتو د زیاتوالی ملی تګ لاره جوړوي.

د سودګري او صنایعو وزیر، همایون رسا وایي دغه تګ لاره به له خصوصي برخې سره په همغږی کې جوړه شي چې پر اساس به یې د سوداګری د بیلانس کسر په بې مخینه توګه راکم کړي.

د سوداګرۍ وزیر زیاتوي:«په دې کړنلاره کې ټول موضوعات د خصوصي سکتور ستونزې چې د صاداراتو په برخه کې یې لري، هغې ته د حل لاره موندل شي.»

اخوا د دسواګرۍ اوصنایعو خونو چارواکي په هېواد کې د صنایعو د ستونزو پر اساس حل‎لار باندې تینګار کوي.

د یادو خونو عامل رئیس، عتیق‎الله نصرت څرګندوي:«یوه لویه ستونزه چې زموږ صادرکوونکي ورسره مخامخ دي، د معیارونو نشتوالی او یا یې هم په پام کې نه نیول دي همداراز د صادراتو توکو د کیفیت تصدیق نشتوالی. له همدې امله په وار وار د افغانستان صادر شوي توکي له اروپايي هېوادونو مسترد شوي دي.»

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ وزیر،  اسدالله ضمیر زیاتوي:«هیله ده چې په بېلابېلو برخو کې په پانګونو سره موږ ته پیاوړتیا راوبخښي او هغه حالت چې موږ په اویایمه لسیزه کې درلود بیا یې لاسته راوړو.»

افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر، فرانس مایکل ملبن په افغانستان کې په یو شمېر قوانینو کې ستونزې د صادراتو پروړاندې خنډ بولي.

دی وړاندې وايي:«اوس‎مهال د افغانستان د صادراتو حالت ښه نه دی او په منځنۍ توګه ۸۵ ورځې کېږي چې د نړیوالو معیارونو له مخې دا ډېره موده ده، ځکه چې نور هېوادونه د خپلو توګو صادراتو لپاره ۳۳ ورځي په پام کې لري.»

د سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي چې سږ کال د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۹۰ سلنه راټیټ شوی دی او هڅه کېږي چې روسیې او منځنۍ آسیا ته د ازبکستان له لارې دا زوړه راکمه کړي.

د سودګري او صنایعو وزیر، همایون رسا وایي دغه تګ لاره به له خصوصي برخې سره په همغږی کې جوړه شي چې پر اساس به یې د سوداګری د بیلانس کسر په بې مخینه توګه راکم کړي

شریک یي کړئ