یو شمېر سوداګرې ښځې وايي چې که دولت دوی ته اړیمې اقتصادې موکې برابرې کړي، دا سوداګرې ښځې کولی شي د کاروبار پراختیا سره نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
سوداګره، رحیمه حاجيزاده چې د کاڼو موښلو په برخه کې کار کوي وايي، پر معیاري ماشینرۍ پانګونې سره هڅه کوي چې نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي او د خپلو تولید شویو توکو کیفیت هم لوړ کړي.
نوموړې زیاتوي:"زموږ یوازینۍ ستونزه د بازار نشتوالی دی او په کورنیو بازارونو کې نشو کولی خپل تولیدات وپلورو."
دې مېرمن لخوا جوړ شوي مرکز کې ۷۰ ښځې د کاڼو موښلو، ګاڼو جوړولو، دستکو او قالینواوبدلو په برخه کې کار کوي.
فرشته چې په دې مرکز کې د څو کالو راهیسې کار کوي وايي:"زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې داسې نورې کارخونې هم په هېواد کې جوړې کړي تر څو ښځې وکولی شي هلته کار وکړي او خپلو کورنیو ته عواید ترلاسه کړي."
په دې مرکز کې ښځې له ځانګړو نوښتونو سره ټغر اوبي او وايي چې هڅه یې د خپلواکې بانګونې لپاره ده.
بلقیس د دې مرکز بله کار کوونکې ده، هغه څرګندوي:"زه په کور کې هم کار کوم، فرمایشونه اخلم، په کور کې هم ټغر جوړوم او بازار کې یې پلورم."
دا مېرمن د غوره تولیداتو سره سره بیا هم تولید شویو توکو ته د بازار نشتوالي په اړه اندېښنه لري.
د پورونو، د پلور لپاره د ځای نشتوالی هغه ستونزې دي چې دا مېرمنې ورسره مخامخ دي، دوی له حکومت څخه غواړي چې په هېواد کې د ښځينه سوداګرو کاروبار لپاره روښانه کړنلاره ولري.