Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د فرانسې د ۶۱ میلیون یورو مرستې هوکړه

د فرانسې د مالیې وزېر نن( دوشنبه د سلواغې۲۵مه) کابل کې د افغانستان له مالیې وزیر سره د کابو ۶۱ میلیون یورو مرستې هوکړه لاسلیک کړه.

د فرانسې سفیر د هوکړې پر مهال وویل چې هېواد به یې کاپیسا ولایت ته د برېښنا نښلولو، کرنیزو، روغتیا او د پوهنې په برخه کې پروژه سره مرسته وکړي.

دا مرستې چې اندازه یې کابو ۶۱ میلیون یورو ته رسېږي، په یادو برخو کې کاپیسا او کابل ولایتونو کې ولګول شي.

د فرانسې مالیې وزیر، فرانکویس ریچیر زیاتوي:"په دې مرستو کې تر ټولو مهمه پروژه د کاپیسا خلکو ته د برېښنا تامین ده چې دا له افغانستان سره د فرانسې د اوږدمهاله مرستو لړۍ ده."

په همدې حال کې د افغانستان د مالیې وزیر، اکلیل حکیمي وايي چې دا مرستې به د کابل په سروبي او د کاپیسا ولایت په اله‎سای، تګاب او نجراب د روغتیا، کرنې او برېښنا په برخو کې ولګول شي.

دی څرګندوي:"د مرستو شویو پیسو څخه به ۳۴ سلنه یې د برېښنا، کابلو څلوېښت سلنه به یې د کرنې او پاتې به یې د روغتیا او ښوونې په برخو کې ولګول شي."

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت استازي له یادې مرستې هرکلی کوي او وايي چې د برېښنا شبکه‎جوړونې کار د دې ولایت په دېرو برخو کې پای ته رسېدلی دی.

د فرانسې سفیر د هوکړې پر مهال وویل چې هېواد به یې کاپیسا ولایت ته د برېښنا نښلولو، کرنیزو، روغتیا او د پوهنې په برخه کې پروژه سره مرسته وکړي

شریک یي کړئ