د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د ستونزو ډېريدو سره یو ځل بیا د لارو تړل کېدو له امله د راکړې ورکړې په اړه د سوداګرو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وايي چې افغان حکومت باید د دې ستونزې د هوارولو لپاره د نړیوالو کنوانیسیونونو او سازمانونو له لارې اقدام وکړي.
د سوداګریو او صنایعو خونو مرستیال، توفیق داوري څرګندوي:«د لارو تړل کېدل د دواړو هېوادونو په زیان ده او د افغانستان حکومت باید د احتمالي ستونزو مخنیوي لپاره لاس په کار شي.»
اوس مهال د افغانستنان او پاکستان تر منځ د هوکړه لیک پر څلیرویشتمې مادې سربیره چې له مخې یې د دغه هوکړه لیک دواړه لوري د سوداګریزو لارو د تړل کیدو حق نه لري؛ د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د تعرفې او سوداګرۍ د تړون د پنځه مې مادې له مخې د دغه سازمان ټول غړي مکلف دي چې د نورو غړو پر وړاندې سوداګریزې لارې پرانسنې وساتي.
له بلې خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وايي چې سربېره پردې افغانستان په ژنیوا او ملګرو ملتونو سازمان کې د اوبو د کنوانسیونونو له مخې حق لارې چې له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو مخه ونیسي.
د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونو پلاوي عامل رئیس، عبدالقدیربهمن وايي:«په دولتي بنسټونو کې کمښت، اساسي ستونزې دي او موږ باید وړ کدرونه ولرو که کومه ستونزه رامنځته کېږي نو په منازعو کې خپل حق په سمه توګه واخلو.»
د سوداګریو او صنایعو وزارت سوداګریز مرستیال، محمد قربان حقجو په دې اړه وايي:«موږ خپلې ټولې آسانتیاوې د ستونزو هواریو په موخه کاروو او که بیا هم دا لارې د پاکستان له لارې تړلې پاتې شوې نو موږ به اقدام وکړو.»
شاوخوا یوه میاشت وړاندې پاکستان په ناڅاپي توګه د افغانستان پر وړاندې خپلې ټولې لارې وتړلې چې دې کار په هېواد کې د لږو ستونزو پر راپیدا کیدو سربیره د هېواد خصوصي برخې ته ډېر زیانونه واړول؛ او هغه مهال افغان حکومت د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته یوه خبرتیا وسپارله خو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې افغانستان باید د پاکستان د سرغړونو پر وړاندې پیاوړی دریځ ولري.