Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مرکزي بانک زاړه بانک‎نوټونه راټولوي

مرکزي بانک کابو ۲۵ میلیونه هغه بانک‎نوټونه چې پرې څه لیکل شوي، زاړه دي، رنګ پرې وهل شوی او یا هم خط شوي، راټول کړي دي.

مرکزي بانک وايي چې هغه بانک‎نوټونه چې په پلاستر نښلول شوي وي، د اعتبار وړ دي او هغه چې په قصدي توګه سوري شوي او یا پرې څه لیکل شوي د چلند وړ نه دي.

د مرکزي بانک مرستال، قاسم، رحیمي وايي:«که موږ د هېوادوالو له خوا کوم شکایت ترلاسه کړ او که کوم صراف او بانک د بانک‎نوټونو په بدلون کې کمېشن غوښت، نو موږ به ورسره قانوني چلند وکړو.»

مخکې له دې مرکزي بانک د یادو با‎نک‎نوټونو بدلون په موخه یوه میاشت موکه اېښې وه، خو د شهزاده سرای صرافان دا موکه کافي نه بولي او وايي چې مرکزي بانک دې ستونزې هوارۍ په موخه خلکو ته سم پوهاوی ورکړي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې رئیس، شیرین‎آقا وايي:«مرکزي بانک باید ډېر پوهاوی خلکو ته ورکړي چې څه ډول دا پېسې وساتي.»

خو د مرکزي بانک مرستیال، قاسم رحیمي زیاتوي:«زما په آند خلکو ته په کافي اندازه وخت ورکړل شوی دی. او بیا به هم موږ وګورو که کیدی شول نو بیا کتنه به وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي بانک وايي دوی هر کال کابو درې میلیونه ناچله شوي افغانۍ سوځوي او د هر بانک‎نوټ لپاره درې افغانۍ لګول کېږي.

مرکزي بانک زاړه بانک‎نوټونه راټولوي

مرکزي بانک وايي چې هغه بانک‎نوټونه چې په پلاستر نښلول شوي وي، د اعتبار وړ دي او هغه چې په قصدي توګه سوري شوي او یا پرې څه لیکل شوي د چلند وړ نه دي

شریک یي کړئ