Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د ۹۰ سلنه وارداتي توکو تولید شونی دی

اقتصادي کارپوهان وايي، اوس‎مهال ۹۰ سلنه داسې توکي هېواد ته راواردیږي چې په هېواد کې یې تولید شونی دی.

د مرکزي احصائیې ادارې چارواکي څرګندوي چې افغانستان ته هر کال د ۷ میلیارډو ډالرو په ارزښت توکي وارېديږي او په کې اوسپنه، تیل، ګاز او خوراکي توکي شامل دي.

د یادې ادارې مرستیال، حسیب‎الله وویل:«اوس د دې وخت دی چې څه ناڅه پام وشي او د اوسني حالت ښه‎والي سره په  هېواد کې د توليد ستونزې هوارې شي او په هېواد کې د اقتصاد ښه‎والي زمینه برابره شي.»

کارپوهان وايي چې د ۱۶ کلونو په تېريدو سره اوس هم افغانستان ته هر کال د ۷ میلیارډو ډالرو په ارزښت توکي راوارېديږي او لامل یې د کورنیو تولیداتو لپاره د روښانې کړنلارې نشتوالی او د سوداګرۍ په برخه کې د بېلانس کسر دی.

د نړیوالې سوداګرۍ چارو کارپوه، آذرخش حافضي څرګندوي:«هیله ده چې د ملي یووالي حکومت مشران فکر وکړي او د پاکستان لارې څخه یې درس اخیستی وي او د اقتصادي حالت ښه‎کېدو او کورنیو تولیداتو ودې لپاره هڅې وکړي.»

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې د کورنیو تولیداتو صادراتو لپاره یې کړنلاره په پام کې نیولې ده او د هغې په پلې کېدو سره به د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي.

د یاد وزارت ویاند، مسافر قوقندي زیاتوي:«موږ په دې برخه کې کړنلاره لرو او تاسو پوهېږئ چې په وروستیو دوو کلونو کې صادرات زیات ش،ي دي، د سوداګرۍ زوړې هم کموالۍ موندلی دی او دا بهیر دوام لري.»

له بلې خوا کارپوهان د خصوصي سکتور په برخه کې د ښکيلو وزارتونو په ځانګړې توګه د کانونو وزارت له کمزورې کړنې نیوکه کوي او ايي  چې په هېواد کې د لویو پانګونو په برخ کې پام نه دی کړی.

د مرکزي احصائیې ادارې چارواکي څرګندوي چې افغانستان ته هر کال د ۷ میلیارډو ډالرو په ارزښت توکي وارېديږي او په کې اوسپنه، تیل، ګاز او خوراکي توکي شامل دي

شریک یي کړئ