Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د کمال خان بند د جوړېدو د کار درېیم پړاو پرانیست

ولسمشر غني نن پنجشنبې(د وري په ۳۱ مه) نیمروز ولایت ته په خپل سفر کې،د کمال خان بند د جوړېدو د کار درېیم پړاو پرانیست.

د دغه بند په پرانیستغونډه کې ښاغلي غني وویل چې د کمال خان بند څخه موخه د لرغوني سیستان ژوندي کېدل دي چې بیاځلې به دغه سیمه د تمدن په مرکز بدل شي.

هغه وویل چې کمال خان بند د افغانستان د پت وسیله ده او د اوبو له مدیریت سره به،نور د افغانستان اوبه بې‎ځایه نه‎شي او اوبه زموږ پانګه ده.

ښاغلي غني وویل چې حکومت د سترو او بنسټیزو او اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره هوډمن دی.

هغه په ډاګه کړه:«هر څوک چې د افغانستان د جوړېدو په فکر کې وي د خلکو او د دولت د منلو وړ وي،خو هغه کسان چې د افغانستان د تباهۍ په فکر کې دي له هغوی سره مقابله کوو ځکه زموږ خلک ژوند،اوبه او سوکالي غواړي او تباهي په اسلام کې ځای نه‎لري.»

په همدې حال کې د برېښنا او اوبو وزیر علي احمد عثماني وايي چې د کمال خان د بند د جوړېدو د کار درېیم پړاو د نیمروزیانو یوه له هیلو څخه ده.

هغه وايي چې د کمال خان بند د جوړېدو د کار درېیم پړاو د برېښنا او اوبو وزارت د اوبو د مدیریت په درشل کې د هڅو دوام او له هغو بندونو څخه ګټه اخیستنه ده چې په څلورو کلونو کې به بشپړ شي او د حکومت یوه له لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.

ښاغلی عثماني زیاتوي:«دغه پروژه کولای شي څه باندې ۸۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او دندې او د بې زولۍ کموالي ته به زمینه برابره کړي.»

په دغو مراسمو کې،د کمال خان بند د درېیم پړاو د کار پیل تړون د مجري او علي شرکت د عمومي رییس او د برېښنا او اوبو وزیر له خوا لاسلیک شو.

په دې منځ کې د نیمروز د چهار برجک ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالغني وویل چې هغوی د حکومت له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ