Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کانونو په وزارت کې بې نظمي او سرپرستي ستر زیانونه رامنځته کوي

پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړي د کانونو په وزارت کې بې بندو باری او ستونزې د هېواد د اقتصاد لپاره زیانمنونکې بولي.

 دوی وايي چې سږکال د کانونو په نړیوال نندارتون «پيدک» کې چې په کانادا کې ترسره شوی وه د افغانستان د کانونو په اړه هېڅ فعالیت او فرصت نندارتون ته نه دی وړاندې شوی.

دوی وايي چې د کانونو په وزارت کې د وزیر نشتوالی په نوموړي وزارت کې د ظرفیتونو د تېښتې او د کارونو د خرابوالي لامل شوی.

اوس مهال د کانونو په وزارت کې د مس عینک او حاجیګک د تړونونو د کاررونو پر پڅ بهیر سربېره ؛ ان د یو شمېر کوچنیو کانونو تړونونه هم په دې وزارت کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

په بلخ ولایت کې د ګچ کارخونې څېښتن محمد اصف وویل:«له یوه کال راهیسې د کانونو په وازرت کې د ګچو تړونونه درول شوي دي او په هغه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی،د کانونو وزارت چارواکي موږ ته وايي چې دغه کار د تدارکاتو په کمېسیون پورې اړه لري نه پوهېږو چې څه وکړو.»

اخوا پر طبیعي سرچینو د څار د شبکې مسؤولین د کانونو په وزارت کې د  سرپرستۍ او د لازم ظرفیت د نشتوالي له امله بولي.

د دوی په وینا  سږ کال  دغه وزارت ان د نړۍ د  کاني سرچینو د خدمتونو او فرصتونو په نړیوال نندارتون کې چې په کاناډا جوړ شوی وه هم ګډون نه دی کړی.

دوی وايي چې دغه نندارتونونه د کانونو په برخه کې د نویو ټیکنالوژيو د پېژندنې او په دې برخه کې  معتبرو شرکتونو ته د پانګونې لپاره د نړۍ  د کاني فرصتونه د معرفي کولو په موخه جوړېږي .

پر طبیعي سرچینو د څار شبکې رییس ابراهیم جعفري وايي:«د کانونو په وزارت کې سرپرستي اوس هغه ځای ته رسېدلې چې اوسنی سرپرست حتا تر دویم او درېيم لاس پورې سرپرست ګماري او له بده مرغه ستونزې ورځ په ورځ زیاتوالی مومي.»

د کانونو وزارت چارواکي به دې تړاو خبرو ته حاضر نه‎شول.

د کانونو په وزارت کې له ستونزو او بې پرواییو نیوکې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي؛ خو د کانونو په وزارت کې د سرپرستۍ د پای ته رسولو او د ستونزو د هوارولو لپاره د حکومت هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

شریک یي کړئ