Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ کې د سوداګریز توکو د بندر پرانیستل

په مزارشریف کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر ته‎څېرخه د سوداګریزو توکو پنځم بندر پرانیستل شو.

د بلخ د سوداګرۍ او صایعو خونه وايي چې دغه بندر به سوداګرو ته د سودګریزو توکو د لېږد د وخت په سپما او د بیې په کموالي کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په بلخ کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خیر الدین مایل له حکومت څخه غواړي چې په دغه بندر کې د ګمرک نماینده ګي هم فعاله کړي ترڅو سوداګر په دغه بندر کې خپل کوز کړل شوي توکو ګمرکي پړاونه په اسانۍ سره کچ کړي.

هغه زیاته کړه:«د خصوصي سکټور یوه غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د دې ترڅنګ پورټ رامنځته شوی اسکلیټونه هم رامنځته شي، هغه اړوند دفترونه چې د سوداګرو مالونه طی مراحل کړي هم فعال شي.»

هغه څرګنده کړه:«سوداګر باید اړ نه شي چې د ګمرک چارو لپاره حیرتان ته ولاړ شي باید په همدې ځای کې سوداګر وکړای شي خپل سندونه طی مراحل کړي.»

دغه بندر د ۲۵ بارو واګونو د تشولو وړتیا لري او د سوداګریزو توکو د لېږد د بیې د کموالي لامل به شي.

د حیرتان د بندري ښارګوټي رییس عبدالرووف امیري وايي:«دا د ملي سوداګر لپاره یوه اسانتیا ده،ښايي د ځمکې او کښتۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد یوه میاشت واګونونه په یوې اوونۍ کې کچ کړي.»

هغه دې ته په اشارې سره چې د اور ګاډي له لارې سودګریز توکي ژر او له لږ لګښت سره لېږدول کېږي هغه زیاته کړه:«د سوداګر او د خلکو لپاره سل په سلو کې اسانتیا ده.»

له دې وړاندې د حیرتان په ښارګوټي کې د بارونو د تشولو درې بندرونه او د حیرتان په دوه لارې ـ د مزارشریف په ۴۰ کیلومټرۍ کې یو بندر فعالیت لري.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي چې د مزارشریف د هوايي ډګر ته‎څېرمه اوس د سوداګریزو توکو د تشولو د پنځو بندرونو له جوړېدو سره سوداګر کولای شي خپل سوداګریز توکي تر مزارشریف په واګونونو کې ولېږدوي.

هغه زیاته کړه چې پر دغه بندر د کار له پیل سره یو شمېر کسانو ته دندیزې موکې هم برابرې شوي دي.

د اوسپینې دغه پټلۍ له مزارشریف څخه تر حیرتانه د ۷۰ کیلومټرو په واټن ده.اوس سوداګرۍ تمه لري چې حکومت له دغه بندر څخه په ملاتړ سره سوداګرو ته د اسانتیاوو ډېرې زمینې برابرې کړي.

د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ لومړنۍ پټلۍ ده چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره نښولي.د اوسپنۍ دغه پټلۍ اوه کاله مخکې جوړه شوې ده.

شریک یي کړئ