Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په دوه کلونو کې دتدارکاتو کمېسیون له خوا د۱۸ مېلیارد افغانیو سپما

د تدارکاتو ادارې چارواکي وايي چې په تړونونو کې د روڼتیا له رامنځته کولو سره مو ۹۰۰ ناقانونه تړونونه په ګوته کړې دي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ملي تدارکاتو په اداره کې د تړونونو د پړاونو وهل په هېواد کې د پانګه‎والو او تړون کوونکو لپاره د سرګردانۍ لامل بولي.

 د  ملي تدارکاتو کمېسیون چارواکي وايي چې په تړونونو کې د روڼتیا په رامنځته کولو او د هغې پر څارنه کې د دغې ادارې د پرمختګ سربېره،د لازمو ظرفیتونو نشتوالی، په دولتي بنسټونو کې د پروژو د مدیریت کمزورتیا او ناامنۍ هغه ننګونې دي چې د دغه بهیر په وړاندې دي.

د دغه ادارې مشر وايي چې په څه باندې دوه تېرو کلونو کې د ۳۴۵ مېلیاردو افغانیو په ارزښت تړونونه د دغه بنسټ له خوا تأیید شوي دي.

د ملي تدارکاتو رییس یما یاري وویل:«ناامنۍ او پر پروژو د دولتي بنسټونو د پیاوړي مدیریت نشتوالی په دغې برخه کې بنسټيزه ستونزې دي. باید د دولتي بنسټونو وړتیاوې زیاتې شي.»

خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند وايي چې د تدارکاتو په بهیر کې ستونزې له هېواد څخه د پانګو د تېښتې او د مرمر ډبرو د کارخونو د څېښتنو د زړه سوړوالي لامل شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلي وویل:«اوس‎مهال ستونزې زښته زیاتې دي ځکه چې ډېری شرکتونه چې د کانونو د تړونونو د نیولو له امله رامنځته شوي وو، اوس د کانونو په تړونونو کې د ستونزو له امله له ځوړل سره مخامخ دي.»

له بلخوا د ملي تدارکاتو ادارې چارواکي وايي چې د هېواد د کانونو په قانون کې د ستونزو په پام کې نیولو سره ، اوس هم د کانونو یو ډېر شمېر تړونونه له داوطلبۍ څخه پرته او د تړون کوونکو د یوه غوښتنې پر بنسټ هغوی ته وسپارل شي.

د دغې ادارې چارواکي همدارنګه وايي چې په تړونونو کې د روڼتیا د ښه والي لپاره او همدارنګه د دغې ادارې د تړونونو د پړاونو کې د اسانتیا لپاره هڅه کوي چې د دغې ادارې چوپړتیاوې برېښنايي کړي.

شریک یي کړئ