Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د لومړني مټروبس د جوړېدو کار پیل شو

د کابل ښاروالۍ، نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۲۵ مه)په کابل ښار کې د لومړني مټروبس د جوړېدو کار د سرای شمالي له واټ څخه پیل او د بره‎کي څلور لارې پورې به دوام ولري، پرانیست.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي،د دغې پروژې په پرانسته کې وویل چې د دغه مټروبس د جوړېدو کار به تر یوه کاله پای ته ورسېږي او په درې راتلونکو کلونو کې به په کابل ښار کې ۱۱۱ کیلومټر مټروبس پټلۍ جوړه شي.

ښاغلي حبیب‎زي زیاته کړه:«ښايي چې د مټروبس لومړنۍ کرښې فعالیت د ۹۷ کال په لومړیو کې وي،دا یې پیل دی، موږ د روان کال په پای کې د دویمې کرښې د جوړېدو کار پیل وو.»

د کابل ښاروالۍ وايي چې د دغو واټونو له جوړېدو برېښنايي توګه څارنه کېږي، ترڅو دغه واټونه په لوړ کیفیت سره جوړ شي.

عبدالله حبیب زي په دې اړه وویل:«د لومړي ځل لپاره موږ له تړون څخه په برېښنايي توګه څارنګه کوو. هر څوک کولای شي زموږ په سایت کې وګورئ چې تړون څه ډول دی،څه ډول پرمختګ لري،هېوادوال حتا کولای شي د تړون ورځني رپوټونه وویني.»

په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې اوس هم د هېواد ډېر شمېر هیوادوال ښاري خدماتو ته لاسرسی نه لري که چیرې د ښاروالۍ عواید په مناسبه توګه راغونډ شي نو دا کار به د ښاري خدماتو په ښه والي کې اغیزمن وي.

ښاغلي دانش څرګنده کړه:«د ښار پراختیا ته په پام سره، نفوذ او فعالیت، هر کله چې د کابل ښاروالۍ عواید مدیریت شي، کولای شي تر یوه بریده ستونزې حل کړي.»

د کابل ښاروالۍ په وینا،د دغه بنسټ د پروګرامونو پر بنسټ،راتلونکی کال د پلازمېنې ۶۱۰ کیلومټره واټ به جوړ شي.

اخوا ښاغلی دانش وايي حکومت هڅه کوي د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو سره سم، د ولسمشرۍ ریاست او ولایتي شورا ګانو او ښاروالیو ټاکنې هم ترسره کړي.

د کابل ښاروالۍ وايي چې تر راتلونکي کاله به د کابل ښار د لومړني مټرو بس پټلۍ کار به بشپړ شي او له هغې وروسته به د مټروبس په دویمې کرښې کار پیل شي.

شریک یي کړئ