Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي:د شبرغان له غازو د برېښنا تولید به ډېر ژر پیل شي

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې چې تر راتلونکې یوې میاشتې یو خصوصي شرکت له بهر څخه هېواد ته خپلې دستګاوې به وارد کړي او د ۶۰ مېلیونو ډالرو پانګونې سره به د شبرغان غازو له څاه ګانو څخه به په تولید پیل وکړي.

دغه وزارت زیاتوي چې په لومړۍ دستګاه سره به د شبرغان له غازو څخه ۵۲ میګاواټه برېښنا تولید شي.

د اوبو او برېښنا وزارت فني مرستیال امان الله غالب د سې‎شنبې په ورځ له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل:«د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا پروژه ده چې په درې پړاونو کې کار کوي.فعلاً ۵۲ میګاواټه برېښنا یې د وزارت له خوا منظور شوې.انشالله چې تر راتلونکې یوې میاشت په سیمه کې عملي کار پیل وو او په لومړي پړاو کې ۵۲ مېګاواټه برېښنا په برخه کې ۶۰ مېلیونه ډالره پانګونه کوو.»

اخوا د برېښنا شرکت وايي چې په شبرغان ښار کې د برېښنا د وېشولو لپاره د مزو غځول او د ستنو درول پېل شوي دي او تولید شوې برېښنا به د شبرغان په شاوخوا کې پر خلکو ووېشل شي.

د برېښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري طلوع‎نیوز ته وویل:«ټول چمتووالی لرو کله چې برېښنا تولید کړو د همدغو مزو له لارې موږ شبکې ته ننوځو کله چې شبکې ته دننه شي له هغې وروسته موږ مشتریانو ته برېښنا وېشو.»

افغانستان د برېښنا د تولید لپاره د اوبو ؛ لمر ؛ باد د ډبرو د سکرو او  ګازو خورا ډېرې زېرمې لري.

په هېواد کې د درې زره میګاواټه برېښنا د تولید له بېلابېلو فرصتونو سره سره افغانستان لا هم خپله ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي .

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه