د کابل ښاروالي په پلازمینه کې د ترانسپورټي خدمتونو د ښه کولو لپاره د یوې نوې کړنلارې له پلې کېدو خبر ورکوي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست، عبدالله حبیبزی وایي د دغې طرحې له مخې به په همدغو لارو کې د تیزتګ بسونو لپاره بېله لاره وټاکل شي او په دغه لاره به برېښنايي موټرونه تګ راتګ کوي.
نوموړی وایي د دغو موټرونو دتګ راتګ لپاره په پلازمینه کې څلور برخې په ګوته شوې دي او د دغو لارو د جوړولو لپاره د کابل ښاروالۍ بودیجه هم په واک کې لري.
د دې پروژې لګښت ۲۲۰ میلیونه ډالر ښودل شوې ده.
ښاغلی حبیبزی زیاتوي:«دا بسونه به په بیلابیلو برخو کې کار وکړي او موږ هڅه کوو چې برېښنايي بسونه واخلو او د چارچ بټرۍ به لري او کابو ۲۰۰ کیلو مټره به تګ راتګ کوي.»
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ سرپرست وايي چې د ښاري ترانسپورتي نظام د ښه والي لپاره باید د ترافیکو مدیریت دغه بنسټ ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پلازمینې یوشمېر اوسیدونکي په پلازمینه کې د واټونو او ترانسپورتي آسانتیاو له نشتوالي شکایت کوي.
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې د ښاري ترانسپورت د تنظیم په موخه به لومړی د سرای شمالي، سیلو، دارالامان او کارته نو واټونه په دې پروژه کې ونغاړل شي او په راتلونکي کال کې به په دې لارو کې تیز رفتاره بسونه فعال کړي.