Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کوچني او منځني تشبث د کلیوالي اقتصاد ښه‎والي لامل کېدی شي

په کلیو کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو فعالیت د هېواد د اقتصادي ودې عامل ګرځي او یو شمېر کلیوال له اقتصادي ستونزو په نیوکې سره وايي باید د هغوی په سیمو کې کاري موکې زیاتې شي.

په همدې حال کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي دوی هڅه کوي په کلیو کې ښځو ته واړه فارمونه جوړ کړي.

د کلیوالو سیمو یو شمیر اوسیدونکي وايي چې په ژمي کې د کار نشتوالي او د کورنیو ناوړه اقتصادي حالت د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخ کوي.

د قره‎باغ ولسوالۍ یو تن کروندګر، حاجی سهراب وايي:«د ژمي رارسېدو سره هرڅه خلاصیږي. ځکه ټول نارینه بیکاره وي او په کوري کې اوسي.»

ګل افغانه د کابل  د یوه کلي بې وزله اوسېدونکې ده چې  ددې په وینا د چرګانو د یوه کوچني فارم له لرلو پرته د عاید بله سرچینه نه لري. دا وايي چې د ورځې په منځنۍ توګه له دغه فارم نه سل افغانۍ عاید ترلاسه کوي او دا عاید د دې د پنځه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو  د پوره کولو لپاره ډیر مهم دي.

ګل افغانه زیاتوي:«موږ ډېرې ستونزې لرو، خو دا فارم یوازنۍ سرچینه ده چې موږ ترې خپلې اړتیاوې پوره کوو.»

اخوا د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په کلیوالو سیمو کې د کورنیو فارمونو پر جوړیدو سربیره نورې برخې هم شته چې پر هغو په پانګونې سره د  کلیوالو سیمو د اوسیدونکو  اقتصادي حالت ښه کیدلای شي.

د خلکو په همکارۍ د کرنې او مالدارۍ پروګرام یو تن مسوؤل، حمیدالله صافی وايي:«ډېرې نورې موکې دي چې کولی شو هغه رابرسېره کړو او په کلیو کې ترې خلک لاسته راوړنې ولري.»

داچې د ژمي په رارسیدو سره په کلیوالو  سیمو کې  کارو بار په ټپه دریږي، د کلیوالو سیمو ډېری اوسیدونکي په تېره بیا کروندګر او مالدار له زیاتو ستونزو سره مخ کیږي.

د چرګانو او څارویو د کوچنیو فارمونو د جوړیدو او دغه راز د شنو خونو د جوړیدو په څیر د کوچنیو او منځنیو اقتصادي فعالیتونو د زمینې برابریدل ددغو کورنیو د عاید لویې سرچینې جوړیدلای شي.
 
په همدې حال کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي دوی هڅه کوي په کلیو کې ښځو ته واړه فارمونه جوړ کړي

شریک یي کړئ