
د ټاکنو د کمیسون رییس فضل احمد معنوي دا تور ریشخند او هسې خبرې وبللې.
د ټاکنو کمیسون ګوتڅنډنه وکړه چې هیڅ یوه اداره د ټاکنو د لغوه کیدو حق نه لري.
دی وايي چې د ټاکنو کمیسون به هیڅ ډول زور ته غاړه کښينږدي او هره اداره چې دې کړنې لمن و وهي په هیواد کې به بحران رامنځ ته کړي چې مخنیوی به یې ناشونی وي.
وروسته تر دې چې لویې څارنوالي د ټاکنو د لغوه کیدو غوښتنه وکړه د ټاکنو کمیسون یې په ځوب کې کلک غبرګون وښود.
د ټاکنو د کمیسون رییس وویل چې دې کمیسون په ټاکنو کې په هیواد کې د شته قوانینو سره سم عمل کړی دی او هیڅ اداره د ټاکنو د لغوه کیدو حق نه لري.
فضل احمد معنوي وویل:« د ټاکنو باطلول خیال، محال او لیونتوب دی، هیڅ مرجع دا صلاحیت نه لري او هیڅوک به دا حق دا ډول خلکو ته ورنکړي چې راشي او د ټاکنو د لغوه کیدو په نوم زندان خلاص کړي.»
د ټاکنو د کمیسون رییس ګوتڅنډنه وکړه چې که هرڅوک د شخصي موخو لپاره د دې کمیسون په وړاندې لخ زور څخه کار واخلي د دې کمیسون له جدي غبرګون سره به مخ شي.
په داسې حال کې چې لویه څارنوالي وايي په ټاکنو د درغلیو په تور یې د دې کمیسون ۱۴ تنه کارکونکي نیولي دي چې د دوی په منځ کې د تصمیم نیونکي ټیم غړي هم دي خو د ټاکنو د کمیسون رییس وايي چې لویې څارنوالي د دې کمیسون څلور عادي کارکونکي نیولي دي.
د ټاکنو کمیسون د لویې څارنوالي په اتهام نامې انتقاد وکړ او دا یې د قانون سپکاوی وباله او ویې ویل چې په دې اتهام نامې کې د کمیسون ټولو غړو ته سخت مجازات په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلي معنوي وویل:« په دې کې یې د ټاکنو کمیسون او د شکایتونو کمیسون ته د محکمې له لوري د اشدو مجازاتو غوښتنه کړې یانې چې اعدام دې شي، دا ډير بد دی او د قانون ریشخند کول دي او د حقوقي نهادونو مسخره کول دي او په بحران کې د هیواد ښکیلول دي.»
د لویې څارنوالي او ټاکنو د کمیسون ترمنځ د اندونو دا اختلاف په هیواد کې د اندیښنې لامل شوی دی.
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د استازو په توګه د ټاکنو کمیسون ۲۴۹ تنه معرفي کړي دي خو لویې څارنوالي د دوی په اند د درغلیو او سرغړونو له امله د ټاکنو د لغوه کیدو غوښتنه کړې.
د ویډیو د کتلو لپاره دا ځای کښیکاږۍ:



