Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر: د پکتیا پر امنیه قومندانۍ د طالبانو ډله‎ییز برید

د پکیتا ولایت امنیتي چارواکو نن سې‎شنبې (د تلې ۲۵ مه) د دې پخلی کړی چې د دغه ولایت امنیه قومندان توریالی ابدیاني د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د طالبانو د ځانمرګي برید په ترڅ کې شهید شوی دی.

امنیتي چارواکو ویلي چې طالبانو نن ګهیځ ۸:۳۰ دقیقې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نېږدې ځانمرګی برید ترسره کړی چې د هغه په پایله کې د ابدیاني په ګډون ۲۰ تنه شهیدان او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې په دغه برید کې، له یوه هاموې ډوله موټر څخه استفاده شوې ده، چارواکي همدارنګه وايي چې له ځانمرګي برید څخه وروسته، څو بریدګر د پولیسو روزنیز مرکز ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت شوي دي.

په دغې خپرونه کې کوربه فواد امان له خپلو مېلمنونو سره په دې اړه خبرې اترې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال، میرزا محمد یارمند

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی، مجیب الرحمان څمکنی

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews