محور
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د سیمه ییز ځواک چمتوالي لپاره د دفاع وزارت هڅې
سیمهییز پوځ د امنیتي ځواکونو له اوږو د بار کمولو او په لریو پرتو سیمو کې د حکومت د ولکې د پراختیا هڅه،
ډېر داسې پېښ شوي دي چې د پوځ او پولیسو ځواکونو یوه سیمه له ترهګرو پاکه کړې ده ؛ خو له څه مودې وروسته بیرته له لاسه وتلې.
د دفاع وزارت د چارواکو په وینا، سیمهییز پوځ به د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې په هغو کنډکونو کې ځای پر ځای شي چې د قول اردو ګانو تر ادارې لاندې به وي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع، کوربه مسعود ملک د امنیتي چارو کارپوه، جنرال صدیق ساحل سره خبرې کړې دي.