Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت د شانګهای سازمان له هڅو څخه د چین ملاتړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دې مطلب په ویلو سره ویلي چې هېواد به‎یې اجازه ورنه‎کړي ترڅو د ترهګرۍ، افراط پالنې او وېش غوښتونکو فعالیتونو لمن په سیمه کې خوره شي.

هغه چې د شانګهای د همکاریو سازمان په امنیتي غونډه کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې خبرې کولې د دغه سازمان د ټولو غړو هېوادونو څخه‎ وغوښتل ترڅو د سیمه‎ییزې سولې او ټیکاو په ساتنه کې، اړینه ونډه ولوبوي.

وانګ یي څرګنده کړه: " د شانګهای د همکاریو سازمان غړي، باید امنیتي همکارۍ ته په لومړيتوب کې ځای ورکړي او دغه سازمان دې د سولې، ټیکاو او پراختیا د دود کولو لپاره د باور وړ په یوه بنسټ بدل کړي".

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‎الدین رباني ترهګرۍ په سیمه او نړۍ کې تر ټولو ستره ننګونه بولي او د شانګهای د همکاریو له سازمان څخه غواړي ترڅو د دغې پدیدې سره په مبارزه کې افغانستان، یوازې پرې نه‎ږدي.

هغه وویل چې افغانستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د پوره غړیتوب غوښتونکی دی. صلاح‎الدین رباني زیاتوي چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې شتون لري، خو دغه مبارزه د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

د شانګهای د همکاریو سازمان یو له دایمي غړو هېوادونو څخه چین، چمتو دی ترڅو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له دغه سازمان سره په هڅو کې یې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو د جمعې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا ومنله چې د دغې ډلې د استازو او د افغان چارواکو تر منځ خبرې اترې په ناروې کې روانې دي. خو د طالبانو ویاند اعلان کړی دی چې دغه خبرې اترې رسمي نه‎دي او نه‎شي کېدای چې د سولې خبرې اترې وبلل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دې مطلب په ویلو سره ویلي چې هېواد به‎یې اجازه ورنه‎کړي ترڅو د ت

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه