Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال مراد:په بغلان کې له دولتي ځواکونو سره پاکستاني جنګیالي جنګېږي

د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وايي چې داسې سندونه او شواهد شته چې په بغلان ولایت کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې د طالبانو ترڅنګ بهرني جنګیالي په ځانګړې توګه پاکستاني جنګیالي جنګېږي.

جنرال مراد علي مراد په دې اړه وویل: "تاسو په جریان کې یاست چې له څو ورځو را په دې خوا په بغلان ولایت کې ځمکني او هوايي عملیات پیل شوي دي،خو زه نن د دغو عملیاتو د څارنې لپاره بغلان ته راغلی یم،خو له بده مرغه په دې څو ورځو کې هوا خرابه وه او اوس هم هم باراني او واوریزه ده له دې سره بیا هم دولتي ځواکونو خپل عملیات په ښه توګه پر مخ بیايي".

د لوی درستیز مرستیال زیاته کړه: "عملیات په څو پړاونو کې ترسره کېږي،خو په دغه عملیاتو کې ۳۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۱ تنه نور یې ټپیان شوي دي او د دغو عملیاتو په وژل شویو او ټپيانو کې بهرني جنګیالي په ځانګړې توګه د پاکستانیان هم شته چې دا د دې ښودنه کوي چې د طالبانو ترڅنګ بهرني جنګیالي هم له دولتي ځواکونو سره جنګېږي".

د لوی درستیز مرستیال خلکو ته ډاډ ورکوي چې په نوموړي ولایت کې دا عملیات به د مخالفو وسله والو تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام وکړي.

که څه هم د بغلان ولایتي شورا غړي په عملیاتو کې د پوځ د لوی درستیز د مرستیال ګډون اغېزمن بولي خو له دغو عملیاتو خوښ نه ښکاري.

د بغلان د ولایتي شورا یوه غړي بسم‎الله عطاش په دې اړه وویل: "له دې سره چې په دغو عملیاتو کې د لوی درستیز د مرستیال حضور دولتي ځواکونه پیاوړي کوي،خو له هغې ورځې چې دغه عملیات پیل شوي دي تراوسه په پڅه پر مخ ځي موږ له مراد علي څخه غواړو ترڅو دغو عملیاتو ته چټکتیا ورکړي او ډېر ژر د برېښنا ستنې ودروي".

افغان ځواکونو د تېرې سه شنبې په ورځ د بغلان په ډنډغوري او ډنډشهاب الدین سیمو کې د مخالفو وسله والو پرخلاف پراخ عملیات پیل کړل چې په دغو عملیاتو کې تراوسه ۳۷ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.

خو طالبانو د دغو عملیاتو په لومړۍ ورځ د ډنډغوري په سیمه کې له تاجیکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې په چپه کولو سره پر هېواد‎والو یې برېښنا پرې کړه.

د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وايي چې داسې سندونه او شواهد شته چې په بغلان ولایت کې د ا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه