Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په دارالامان سیمه کې پارلمان ته نېږدې دوه چاودنې شوي

شېبه وړاندې د کابل ښار د دارالامان سیمه کې د پارلمان الحاقیې ته نېږدې دوه پرله‎ پسې چاودنې رامنځته شوې چې د شاهدانو په وینا دغه شونې ده دغه چاودنې د ځانمرګي برید له امله وي.

د پېښې شاهدان وايي چې لومړنۍ چاودنه د ملي امنیت پنځم ریاست ته څېرمه رامنځته شوې او شېبه وروسته د ولسي جرګې ټلوېزیون ته نېږدې دویمه چاودنه رامنځته شوې ده.

په دغې سیمه کې د پارلمان او د افغانستان د امریکايي پوهنتون په ګډون څو مهم دولتي او غیر دولتي بنسټونه موقعیت لري.

دغه چاودنې مرګ ژوبله لري خو کره مالومات په واک کې نشته.

دغه چاودنې مرګ ژوبله لري خو کره مالومات په واک کې نشته.خو نا تأیید شوي رپوټونه رسوي چې په دغه برید کې کابو ۵۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځينې استازي وايي چې د ټپیانو په منځ کې د هرات د خلکو یوه استازې هم شامله ده.

په همدې حال کې طالبانو د دغه برید د مسؤولیت له منلو سره وايي چې دوه ځانمرګو بریدګرو د ملي امنیت د کار کوونکو کاسټر ډوله موټر په نښه کړی دی.

شریک یي کړئ