Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند د غوره لیګ د پېر په نوملړ کې د هېواد پنځو لوبغاړو نومونه

د هېواد په کرېکټ بورد کې چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرېکټ د پنځو تنو غړو نومونه د هند د کرېکټ د غوره لیګ د پېرودنې په نوملړ کې راغلي دي.

په دغه نوملړ کې چې د هېواد د کرېکټ بورد او د هند د غوره لیګ سیالیو د ترسره کېدونکې کمېټې له خوا خپور شوی،دغه لیګ په پام کې لري چې د لېږد او رالېږد په بازار کې شهزاد محمدي او راشد ارمان د پنځه مېلیونه هندي کلدارو په ارزښت دغه لیګ ته جذب کړي.

په دغه نوملړ کې د شهزاد محمدي،راشد ارمان،اصغر ستانکزي،نبي عیسی خېل او دولت ځدران نومونه راغلي دي.

په دغه نوملړ کې د شهزاد محمدي او راشد ارمان نومونه د هغو لوبغاړو په کچه کې راغلي چې د پنځه مېلیونه هندي کلدارو په ارزښت پېرل کېږي.

د هېواد د غوره لوبغاړو اصغر ستانکزي،نبي عیسي خېل او دولت ځدران نومونه د هند د غوره لیګ د پېر په نوملړ کې شامل دي،خو تراوسه د دغو لوبغاړو د پېر بیه روښانه نه ده.

له بلخوا،هندي رسنۍ ادعا کوي چې د ممبي هندین لوبډله په پام کې لري چې شهزاد محمدي د خپلې لوبډلې د پیلوونکي او توپ نیوونکي په توګه جذب کړي.

د هېواد د کرېکټ بورد د رسنیو مسؤول فرید هوتک په دې اړه وویل:«د هند په غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدل د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده او د هېواد له ځوانو لوبغاړو سره د دغو لوبغاړو ګډون هغوی ته یو ځواک ورکوي ترڅو ډېره هڅه وکړي.»

هغه زیاته کړه:«د هېواد کرېکټ بورد هڅه کوي چې د نړۍ په غوره لیګونو کې د هېواد ملي لوبغاړو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.»

د کرېکټ بورد سلاکار عزیزالله فضلي هم په دې اړه وویل:«که‎چېرې زموږ دوه یا درې لوبغاړي د هند د غوره لیګ له خوا وپېرل شي دا زموږ لپاره یو ستر ویاړ دی،او دا ځوانو لوبغاړو ته دا پیغام رسوي که‎چېرې کوښښ وکړي کولای شي خپلو ټاکل شویو موخو ته ورسېږي.»

شریک یي کړئ