Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پاکستان کې د افغانانو حضور د ۲۰۱۷ زیږدیز تر پایه وغځول شو

د کډوالو او راستېندونکو چارو وزیر وایي چې پاکستان هوکړه کړې چې له دې وروسته به په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره سیاسي چلند و نه کړي.

سید حسین عالمي بلخي وایي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ په پاکستان کې د روان زیږدیز کال تر وروستیو پورې د افغان کډوالو د پاتې کېدو له هوکړې خبر ورکوي.

افغانستان،پاکستان او د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د چهارشنبې(د سلواغې په ۲۷ مه)په یوې درې اړخیزه غونډه کې په پاکستان کې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال تر پایه د هغو افغان کډوالو د پاتې کېدل په غځولو هوکړه وکړه چې قانوني سند لري.

په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته،په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد له خوا له سیاسي چلند څخه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل:«پاکستاني چارواکو په دغې غونډه کې هوکړه وکړه چې له دې وروسته په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د هغوی چلند به سیاسي نه وي او موږ تمه لرو چې هغو په خپلې دغې ژمنې ژمن پاتې شي.»

اوس‎مهال په پاکستان کې د قانوني اسنادو لرونکو یو مېلیون کډوالو ترڅنګ، کابو ۷۰۰ زره افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي.

د اجرائيه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل څرګنده کړه:«د درې اړخیزې هوکړې پر بنسټ،په دغې غونډه کې هوکړه شوې هغه افغان کډوال چې په دغه هېواد کې له اسنادو څخه پرته ژوند کوي د دواړو هېوادونو له خوا د نوم لیکنې بهیر به پیل شي.»

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي په دې اړه زیاته کړه:«په دغې غونډه کې وویل شول چې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د راستېندونکو لپاره بشپړه پیسې نه‎لري که‎چېرې د تېر کال په پرتله د کډوالو راسنېدل زیات وي هغوی ته به پیسې ور نه کړل شي.»

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ اعلان کړی وو ، چې په پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر به د مارچ په لومړۍ یعنې دوه اوونې وروسته له سره پیل شي.

شریک یي کړئ