Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلام آباد ته د کابل خطاب: راکټي بریدونه به غاښ‎ماتونکی ځواب ولري

د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کوي، که پاکستان د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه ونه دروي؛ کابل به اسلام آباد ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

د یاد وزارت په خبره چې افغانستان به له خپل ټول کورني، سیمه‎ييز او نړیوال ځواک څخه په دې برخه کې کار واخلي.

په همدې حال کې اجرائیه ریاست هم د پاکستان راکټي بریدونو په ځواب کې د افغانستان د خلکو ګټې د هېواد د بهرني سیاست لومړ‎ي‎توب څخه بولي.

له ترهګرۍ سره جګړه او په دې برخه کې د دواړو ګاونډیو نظریاتو بیا هم دواړه هیوادونه له مقابلې سره مخامخ کړي دي.

له بلې خوا ولسمشر غني د مونیخ په امنیتي ناسته کې وویل:«تر هغه وخته چې ترهګر د ښو او بدو په شان وپيژندل شي، موږ به بایلونکي و، خو که د ترهګرو ترمنځ توپير ونکړو، خپل ځواکونه سمبال کړ ترهګري به راکابو شي.»

اجرائيه ریاست هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې تر هغه ځایه چې د خلکو ګټې له خطر سره مخامخ نشي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکارۍ لپاره د خبرو پر اړتیا ټینګار کوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل څرګندوي:«د افغانستان لپاره ملي ګټې لومړي‎توب لري، موږ د دې ګټو پر اساس مخې ته ځو او عمل کوو.»

خو د اسلام اباد د وروستي دریځ او همداراز د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ځواکونو د توغندویي بریدونو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون توند دی.

د بهرنیو چارو وزارت د سټراتیژيکو څېړنو مرکز رئیس، فرامرز تمنا وايي:«هیله ده چې دا بریدونه ډېر ژر پرې شي او د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي. کنه نو د افغانستان حکومت به چپ پاتې نشي او خپل نړیوال، سیمه‎ییز او کورني پوټانشیل وکاروي؛ او پاکستان ته په په ښه توګه غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.»

په دغه راز حالت کې د افغانستان پر بهرني سیاست هم نیوکه کیږي چې ویل کیږي د ملي یووالي حکومت تل په دې اړه په بیړه عمل کړی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه، انتظار خادم څرګندوي:«موږ له پاکستان څخه درد وینو؛ خو تر ډېره حده پر هندوستان تکیه لرو، هغه هم په داسې حالت کې چې ملموسه پایله لري. نو دا کار به سم نه وي! همداراز کله چې موږ د ایران په اړه خبرې کوو، ایران هم زموږ په کورني مسایلو کې لاسوهنه کوي خو موږ نشو کولی د امریکا لپاره له هغې سره اړیکې پرې کړو.»

په وروستیو کلونو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې له ترهګرۍ سره د مبارزې د څرنګوالي په تړاو په ځلونو ترینګلې شوې دي او په دې لړ کې لویدیځو چارواکو هم کله کله له کابله ملاتړ کړی دی.

په دې وروستیو کې یو شمیر امریکایي شنونکو په یوه رپوټ کې ویلي که پاکستان له ترهګرو ډلو سره همکارۍ ته دوام ورکړي له دغه هیواد سره د واشنګټن مرستې باید بندې شي او همداراز نړیواله ټولنه پاکستان له ترهګرو د ملاتړي هیواد په توګه وپيژني.
 
په همدې حال کې اجرائیه ریاست هم د پاکستان راکټي بریدونو په ځواب کې د افغانستان د خلکو ګټې د هېواد د بهرني سیاست لومړ‎ي‎توب څخه بولي

شریک یي کړئ