محمد نبي عیسي خېل او راشد ارمان د هېواد د کرېکټ دوه غوره لوبغاړي د هند د غوره لیګ د لسم پړاو په سیالیو کې له ښه ځلېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ هېواد ته راستانه شول.
د هېواد د کرېکټ دغه دوه غوره لوبغاړي چې د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په امتیاز سره اخیستي وو و توانېدل په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي او د نړیوالو پام ځان ته راوګرځوي.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې غړي محمد نبي عیسي وویل:«دا شان سفرونه د هېواد د کرېکټ لپاره ډېر ګټور دي، ځکه چې په هره لوبه کې چې زه او یا هم راشد لوبېده د افغانستان نوم یادېده.»
راشد ارمان هم څرګنده کړه:« په لومړۍ لوبه کې کله چې د لوبې ډګر ته ولاړم تر فشار لاندې وم او د نړۍ د نامتو لوبغاړي کرېس ګېل په وړاندې درېدلی وم،خو له هغې وروسته چې د سیالۍ لوبډلې لوبغاړی مې وسوځوه، پر لوبه مسلط شوم.»
ټاکل شوې ده چې د هېواد دغه ملي لوبغاړي له څو ورځو ارام وروسته د وېسټ انډيز په وړاندې لوبې ته به چمتو شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي ولوبډله د وېسټ اندیز د کرېکټ له لوبډلې سره درې شل اوریزې، او درې یو ورځنۍ او یو یوه ورځنۍ لوبه به ترسره کړي.