Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ویسټ‎انډيز سره د افغان کرېکټ لوبډلې وروستۍ لوبه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ویسټ‎انډيز سره خپله درېیمه او وروستۍ لوبه نن شپه( چهارشنبې د غبرګولي۲۴مه) ترسره کوي.

تېرو دوو لوبو کې یوه لوبه افغان لوبډلې او بله هم د سیالې لوبډلې په ګټه پای‎ته رسېدلې وه.

دا برخلیک‎ټاکونکې لوبه به د کابل پرمهال ۱۱ بجې پیل شي.

افغان لوبډله له ویسټ‎انډيز سره په لومړۍ لوبه کې توانېدلې وه چې سیالې لوبډلې ته د ۶۳ منډو په توپیر سره ماته وکړي، خو دوهمه لوبه کې د څلورو منډو په توپیر یې ماته وخوړه.

وروستۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده ځکه چې بریالۍ لوبډله به د ۵۰ اوریزو نړیوالو لوبو د اتلولۍ جام خپلوي.

که افغانستان د دې لوبې بریا خپله کړي نو په دې سره به د کرکټ په نړیواله شورا کې خپله ځای لا هم کلک کړي.

د افغانستان لوبډلې تل هڅه کړې ده چې د کرکټ شورا دایمي غړو ته ماته ورکړي، ویسټ‎انديز سره له ماتې سره به له زمبابوې دا دوهمه لوبډله وي چې ماتې خوري.
 
ټاکل شوې ده چې نن شپه د هېواد کرکټ ملي لوبډله د ویسټ‎انډيز پر وړاندې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي، دا لوبه نن شپه د کابل پرمهال د ۱۱ پیليږي

شریک یي کړئ