پکتیا په مرکز ګردیز کې پر امنیه قومندانۍ ډلهييز ځانمرګي برید کې ۵ تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان دي.
نن( یکشنبې د غبرګولي۲۸مه)۵تنو بریدګرو د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید وکړ.
سیمهييز چارواکي وايي چې برید سهار ۶:۳۰هغه مهال شوی چې لومړۍ یوه ځانمرګي بریدګر د امنیه قومندانۍ تمځای کې ځانته چاودنه ورکړې او څلور نور بریدګرو ودانۍ ته ننه کېدو هڅه کړې ده.
دا چارواکي زیاتوي چې دوه تنه بریدګر د افغان ځواکونو ډزو کې وژل شوي او دوه تنه نور لا هم له په نښته بوخت دي.
ویل کېږي چې د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه ځانګړې ځواکونه د سیمې چاڼ په موخه رسېدلې دي.
په سیمه کې د طلوعنیوز خبریال وايي چې د برید له امله د امنیه قومندانۍ یو دېوال په بشپړه توکه له منځه تلی دی.
په همدې حال کې پکتیا کې روغتيايي چارواکي څرګندوي چې تر اوسه پورې روغتون ته ۲۰ تنه ملکي کسان په ټپي حالت کې وروړل شوي دي او تر درملنې لاندې دي.
ویل کېږي چې ملکي کسان د کورنو ښېښو ماتېدو له امله ټپي شوي دي.
طالبانو د برید مسوؤلیت پر غاړه اخیستی دی.