د نیمروز ولایت امنیتي چارواکي، نن دوشنبې( د غبرګولي۲۹مه( د دې ولایت د چخانسور ولسوال، سید آغا محمد له وژل کېدو خبر ورکړ.
د نیمروز امنیه قومندانۍ ویاند، محمد عمري پېښه تائیدوي.
دی زیاتوی چې سید آغا محمد کله چې له انصاري ښارګوتي څخه د خپل دفتر پر لور روان وه، په زرنج ښار کې وژل شوی دی.
ښاغلي عمري زیاته کړه چې برید پر موټر سایکل سپرو کسانو ترسره کړی دی.
نوموړی وویل چې بریدګر د پیښې له سیمې تښتیدلی.
د پېښې مسوؤلیت تر اوسه پورې کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.