Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نکلسون: پوځي اډو کې د بهرنیو په نښه کول مشکوک دي

په بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو کې پر بهرنیو سرتېرو تر برید وروسته د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال نکلسون دا برید شکمن بولي او ټینګار کوي چې دا ډول بریدونه د بهرنیو ځواکونو اړیکې له افغان ځواکونو سره نه خړې کوي.

تېره اوونۍ شنبې د د کومانډو ځواکونو یوه سرتېري په ۲۰۹ شاهین قول ادرو کې پر بهرنیو سرتېرو بریدو وکړ چې په پایله کې یې ۷ تنه ټپیان شول.

جنرال نیکلسون ټینګار کوي چې د افغان ځواکونو په منځ کې دداسي کسانو د موندلو لپاره هڅې رواني دي.

دی زیاتوي:«موږ نه پریږدو چې ستاسو ترمنځ د یو شمیر شکمنو کسانو فعالیت زموږ د اړیکو د له منځه تلو لامل شي، هڅه کوو چې ستاسو په منځ کې دا کسان په ګوته او وایستل شي.»

دا بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې واشنګټن په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د زیاتوالي په اړه غور کوي او ددغو ځواکونو په زیاتیدو سره چې تر ډیره به د افغان پوځیانو د روزنې، مشورې ورکولو او له هغوي سره د مرستې ماموریت پرغاړه ولري، په افغان ځواکونو کې د نفوذي کسانو بریدونه د بهرنیو ځواکونو د قوماندانانو یوه اصلي انديښنه ده.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ټینګار کوي چې دا بریدونه د افغانستان او مرسته کوونکو هېوادونو اړیکو خرابولو په موخه کېږي.

د ملي دفاع زورات سرپرست وزیر، طارق‎شاه بهرامي څرګندوي:«د ګاونډیو هېوادونو او ترهګریزو بنسټونو لخوا کیږي تر څو زموږ اړیکې خرابې کړي، خو زموږ اړیکې ډېرې کلکې دي.»

یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دی چې دا ستونزه د دولتي ځواکونو د جلب او جذب په بهیر کې او همداراز په افغان پوځیانو کې د نفوذي کسانو په روښانه کولو کې د کمزورتیا له امله ده چې له څو کلونو راهیسې آن نور دولتي پوځیان د نظام او بهرنیو ځواکونو په وړاندې هڅوي.

د کورنیو چارو زوارت پخوانی مرستیال، میزرا محمد یارمند وايي:«باید استخبارات پیاوړي شي او نفوذي کسان د امنیتي ځواکونو په منځ کې وپېژندل شي.»

کابو لس ورځې مخکې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د کمانډو یوه پوځي هم پر بهرنیو ځواکونو برید وکړ چې درې بهرني پوځیان یې ووژل او دوه نور یې ټپيان کړل، دغو ځواکونو د داعشیانو د ځپلو یو شان ماموریت درلود.

په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال نیکلسون وايي چې پر بهرنیو ځواکونو شوی برید شکمن دی، خو له افغانستان سره زموږ اړیکې نشي خړې کولی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه