Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سږنی کال په فراه کې د بزګرو لپاره د هندوانو له حاصلاتو ډک کال

د کرنې او اوبو لګولو وزارت، د روان کال په لړ کې په فراه کې د هندوانو د پنځه سلنې حاصلاتو له زیاتوالي او همدارنګه د هندوانو د پلور له درکه د ۴ مېلیاردو افغانیو له عایده خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې وړاندوینه کېږي چې سږ کال په فراه کې د هندوانو حاصلات ۵۷۸ زره ټنه به وي، چې د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.

د نوموړي وزارت په وینا د اقلیم مساعدوالي او په فراه کې د کښتونو حاصلاتو ته په پام سره، اټکل کېږي چې د هندوانو د یوه هکټار کرل شوې ځمکې څخه به ۳۴ ټنه هندوانې راغونډې شي.

د کرنې وزارت وايي چې سږکال بزګرو، په دغه ولایت کې به بزګر د هندوانو د پلور له درکه ۴ مېلیارده افغانۍ عواید ولري.

د کرنې او اوبولګولو وزارت چارواکي وايي چې دغه وزارت په ځینو ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره یو شمېر پروګرامونه په پام کې لري.

سږکال به په فراه کې بزګر د هندوانو د پلور له امله به ۴ مېلیارده افغانۍ عواید ولري.دغه وزارت ویلي چې وړاندوینه کېږي چې سږ کال په فراه کې د هندوانو حاصلات ۵۷۸ زره ټنه به وي، چې د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.

شریک یي کړئ