Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړ

د کرېکت په نړیوالې شورا کې د افغانستان د کرېکت دايمي غړیتوب یوه د افغانستان د کرېکت لپاره تاریخي شېبه ده.د افغانستان ترڅنګ د ایرلند د کرېکت ملي لوبډله هم وتوانېده چې د دغې شورا دایمي غړيتوب ترلاسه کړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې شېبه وړاندې، د کرېکت د نړیوالې شورا له رای ګیرۍ څخه وروسته وتوانده چې د دغې شوار دایمي غړیتوب ترلاسه کړي. او همدارنګه د«کرېکت نړیوالۍ شورا» په دغې شورا کې د افغانستان د غړیتوب پخلی کړی دی.

 له دې سره په ورته وخت کې،د ایرلنډ د کرېکت ملي لوبډلې هم د دغې شورا غړیتوب ترلاسه کړ.

دا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه ده او د هېواد د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دا ستره پېښه رامنځته کېږي.

افغانان په ټوله نړۍ کې دا د افغانستان لپاره د عطف ځای بولي،په داسې حال چې دغه هېواد له ناامنیو او ننګونو سره لاس او ګران دی.

د کرېکت یو مینه‎وال فهیم د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکي:«یو ډېر خوشحاله کوونکی خبر دی!د افغانستان د کرېکټ بورد په ځانګړې توګه له عاطف مشعل او شفیق ستانکزي له نه ستړې کېدونکو هڅو څخه مننه.»

 یو بل هېوادوال فرهاد احمد هم لیکلي:«د افغانستان د کرېکټ بورد لپاره دې مبارک وي.»

شریک یي کړئ