Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یمن کې د عربي متحده اماراتو ناقانونه بندخونې

د اسو‎شېټد پرس خبري اژانس یو څېړنیز رپوټ ښيي چې عربي متحده امارات په یمن کې ناقانونه بندخونې لري چې په هغه کې په لسګونه بندیان ربړول کېږي.

د دغه رپوټ موندنې ښيي هغه کسان چې بندیان ربړوي او له هغوی څخه پلټنې کوي، امریکایان دي.

د یمن وګړي له دوه کلونو راهیسې،د کورنیو جګړو او د حوثیانو په وړاندې د عربي هېوادونو له پوځي لاسوهنو زیانمن دي، د مالي او زیاني زیانونو سربېره د حوثي پوځي ډلې سره د لاس لرلو په تور په ناقانونه بندخونو کې ساتل کېږي.

په دغه رپوټ کې یو ازاد کړل شوی بندي ویلي:«ما په دغې بندخونه کې ۱۷۷ ورځې تېرې کړې،د دغې مودې په لړ کې هغوی ما ته سپکاوی وکړ زه یې ووهلم،په دغه بندخونه کې د ډاکټر په نامه یو کس دی چې د بندیانو په ربړولو کې ځانګړی مهارت لري.»

د دغه رپوټ موندنې ښيي چې اوس په یمن کې ۱۸ ناقانونه بندخونې شتون لري چي ۲ زره بندیان په کې ساتل کېږي.په همدې حال کې، بندیان ادعا کوي چې امریکایان د عربي هېوادونو د ژباړنو له مرستې سره ربړوي.

یو بل ازاد کړل شوي بندي څرګنده کړه:«په دغې بندخونه کې یو امریکایی څارونکی دی چې د یوه لبناني ژباړن په مرسته له بندیانو پلټنې کوي، هغه له حده زیات بندیان ربړوي ځکه چې هغه له افغانستان څخه راستون شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو ټلواله (ائتلاف) په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د حوثي اورپکو په وړاندې چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي او د یمن د وخت حکومت یې وپرځاوه،هوايي او ځمکني عملیات یې پیل کړل، چې د امریکا متحده ایالاتو هم له ایران سره د خپلې دښمنۍ له امله،له ټلوالې ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه