Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښوروا کاسه او ناڅیزه مېوه په روژه کې د سرتېرو برخه

هغه انځورونه او ویډیوګانې چي په خواله رسنیو کې خپاره شوي،ښیي چې سرتېري د ښوروا له یوې سپېرې مېرې کاسې سره او لږ هنډوانې سره روژه ماتی کوي.

د سرچینې په وینا دغه سرتېري د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د مرستیالۍ هغه دي،چې د خپلو خوړو له کموالي څخه نیوکه کوي.هغوی وايي چې لږو او نامعیاري خوړو هغوی ناروغه کړي دي.

یو له دغو سرتېرو څخه په ویډیو کې وايي:«وګورئ چې دا ډوډۍ سپي ته ورکوي که انسان ته!زموږ شمېر ۸ تنه دی د دغو خوړو لپاره څلور ورځې زموږ روژه ماته شوه؛ځکه چې اسهال شو روغتون ته ولاړو او درمل هم راسره دي دا زموږ ورځ ده ایا له دې خوړو سره کېږي.»

بل سرتېري هم زیاته کړه:«ما درې ورځې روژه ونه شوای نیولای،د همدې خوړو له امله؛ ځکه چې له دې خوړو سره روژه نه نیول کېږي.»

 سرچینې وايي چې دغه سرتېري په پکتیا کې فعالیت کوي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وايي چې دا موضوع ترڅېړنې لاندې ده.

هغه زیاته کړه:«موږ دا موضوع څېړو او شونې ده چې د عامه ساتنې اړوند سرتېري دي او تاسې پوهېږي چې عامه ساتنه یوه تصدي ده.»

له دې وړاندې ولسمشر ویلي وو چې له دې وروسته به د سرتېرو ډوډۍ نه غلا کېږي.

ولسمشر اشرف غني په دې اړه ویلي وو:«واقعاً شرمېږم چې په ځينو حالاتو کې زه لومړی له خپلو ځواکونو څخه اورم چې ۱۵ یا ۲۰ ورځې یې یوازې له وریجو او وچې ډوډۍ سره یې تېرې کړې دي.»

 له دې سره د پوځي چارو کاروپوهان په امنیتي بنسټونو کې د پراخ فساد شتون د دغو ټولو نیوکو لامل بولي.

د پوځي چارو شنوونکی محمد اګل مجاهد په دې اړه څرګنده کړه:«دغه پوځي مشران چې په مشرۍ کې دي دم‎ګړۍ دا لوړپوړې ودانۍ لري او داسې موټر لري چې زامن یې لنډ کروزر او زغروال او بېلابېلو موټر کې سپرېږي،دا له کومه کېږي؟د یوه ډګروال لوړ معاش ۲۴ تر ۲۵ زره افغانیو دی.»

د عامه ساتنې ځواکونه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت لري؛ عامه ساتنه،یوه امنیتي تصدي ده خو کارونه یې د کورنیو چارو وزارت د یوې مرستیالۍ له خوا اداره کېږي.

د دغو سرتېرو لګښتونونه او معاشونه د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکول کېږي.
دم‎ګړۍ دغه قطعه مرستیال نه لري او کارونه یې د یوه سرپرست له خوا اداره کېږي.

په فېسبوک یو شمېر فعالو کارونکو داسې انځورونه خپاره کړي چي ښيي د عامه نظم قطعو سرتېرو ته ناڅیزه خواړه ورکول کېږي.یو سرتېری وايي چې دغو خوړو هغه ناروغه کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه