Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان تاوتریخوالو کې ۵۷کسان وژل شوي

پاکستاني رسنیو په دې هېواد کې دوروستیو تاوتریخوالو له امله د لسګونو کسانو مزګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

رسنیو زیاته کړې ده چې د دې هېواد په شمال او سویل کې ۵۷ کسان وژل شوي دي او کابو ۱۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په داسې حال کې چې تېره ورځ(جمعه د چنګاښ۲مه)د ډیورنډ کرښې ته نېږدې په پاړه‎چنار سیمه کې د دوو چاودنو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان ووژل شول.

په یاده سیمه کې له لومړۍ چاودنې وروسته دویمه چاودنه هغه وخت وشوه چې خلک د لومړۍ چاودنې قربانیانو ته د مرستې لپاره سره راټول شوي وو.

له دې چاودنو وروسته څلورو نورو کسانو بیا هغه وخت ژوند له لاسه ورکړ چې خلک په دې سیمه کې د ناامنیو د زیاتیدو په غبرګون سره واټونو ته وتلي وو.

مخکې له دې په کوټه کې د ځانمرګي برید له کبله ۱۳ کسان وژل شوي وو او کابو ۲۰ نور ټپیان وو.

په کراچۍ ښار کې هم درې تنه د پولیسو مامورین د ناپېژاندو وسله‎والو له‎خوا وژل شوي وو.

پاکستان تاوتریخوالو کې ۵۷کسان وژل شوي

په پاکستان کې وروستیو چاودنو او تاوتریخوالیو د ۵۷ تنو ژوند اخیستی او ډېر شمېر نور یې ټپیان کړي دي، چاودنې او بریدونه په پاړه چنار، کوټې او کراچۍ ښارونو کې شوي دي

شریک یي کړئ