د چین د بهرنیو چارو وزیر، نن(شنبې د چنګاښ پر ۳مه) د یوه اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته راغی او د افغانستان د بهرنیو چارووزارت سرپرست، صلاح الدین رباني سره یې وکتل.
مخکې له دې ویل شوي وو چې د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو لارو چارو لپاره ډېر ژر کابل ته راځي.
ولسمشرۍ ماڼۍ( دغبرګولي۲۲مه) د خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي وه چې د چین بهرنیو چارو وزیر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کیدو په موخه له افغان چارواکو سره کتنه او خبرې کوي.
خبرپاڼه زیاتوي:"دا څلور اړخېزه ناسته به له نورو ناستو سره توپیر ولري ځکه چې په دې غونډه کې پاکستان باید د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له سیاست څخه ملاتړ وکړي."
ارګ ویلي وو په دې وروستیو میاشتو کې له ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ اړوند سندونه یې ناټو، د متحده ایالاتونو کانګرس او نورو بنسټونو ته سپارلي دي او که اړتیا وه نو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته به یې هم وړاندې کړي.