Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشري حقونو بنسټونه:په میرزا اولنګ کې نسل وژنه باید وڅېړل شي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او په افغانستان کې له بشري حقونو د دفاع بنسټونه په میرزا اولنګ کې د ولسي وګړو د قتل عام مسوول حکومت بولي.

دغه بنسټونه په میرزا اولنګ کې د قربانیانو د پاتې کسانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او دغو کورنیو ته د رسېدنې غوښتونکي دي.

له بشري حقونو د دفاع بنسټونه په میرزا اولنګ کې د ولسي وګړو وژل نسل وژنه او بشري جنایت بولي او د دغې پېښې د عاملانو د پېژندلو غوښتونکي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وویل:«موږ د دولت له مخالفو وسله‎وال څخه جداً غواړو چې ولسي وګړي په نښه نه کړي او له دې ډېر د جنګي جنایتونه ترسره نه کړي.»

د بشري حقونو دفاع بنسټونه د سر پل په میرزاولنګ دره کې د ماشومانو او میرمنو په ګډون د ملکي وګړو وژنه د نسلونو وژنه بولي.

د یادو بنسټونو غړي د جنايي جرمنو په وړاندې د نړیوالې محکمې څخه د دغې پېښې د څېړلو غوښتنه کوي.

له بشري حقونو د دفاع بنسټونو غړی نعیم نظري څرګنده کړه:«ترهګرۍ ډلې په ځانګړې توګه طالبان په پلان شوې توګه ځانګړې مذهبي او قومي ډلې په نښه کوي.»

د سرپل ولایت اوسېدونکی مرتضی صارم وايي:«ماشومان او ښځې ووژل شوې او په مرمۍ پرې واورېدې،بوډاګان هم ووژل شول.تراوسه یې مړي په میزا اولنګ کې پاتې دي، ځینې جنازې چې سرپل ته لېږدول شوې دي د یوه زیارت ته‎څېرمه خښ شوي دي.»

دغه بنسټونه د طالبانو او داعشیانو له خوا د سرپل میرزا اولنګ دره کې ملکیان په ډزو وژل، هغوی له غره څخه راغورځول، په هېواد کې مذهبي او قومي نفاق اچول وبلل.

د مدني او بشري حقونو ټولنې غړی احمد شاه ستانکزی وايي:«په داسې حالت کې چې خلک قتل عام شوي دي ټول مسوولیت یې د دولت په غاړه دی.»

د دغو بنسټونو مسوولین وايي، سرپل ولایت ته د حکومت د لېږلي پلاوي لومړنۍ څېړنې ښيي، چې له دې پخوا د میرزااولنګ اوسېدونکو ته له شته ګواښونو حکومت خبر وو خو حکومت د خلکو د امنیت ټینګښت په اړه اقدام ونه کړ.

د مدني ټولنې د بنسټونو غړی ودود پدرام څرګنده کړه:«دا کار چا قصدي کړی؟ایا د قول اردو امنیتي چارواکو او یا هغه پولیس چې په مزار کې دي، یا هغې پرېکړې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ او د امنیت په شورا کې شوې؟ولې دا ناورین له داسې پراخیې لمنې سره رامنځته شوې ده.»

د سر پل اوسېدونکو په خبره، په میرزااولنګ دره کې شاوخوا ۷۰۰ کورنیو ژوند کولو چې اوس ټولې بې‎ځایه شوي دي.

دوی زیاتوي چې طالبانو او داعشیانو د میرزااولنګ بې‎ځایه شوو کورنو ته اور ورته کړی دی.

له بشري حقونو د دفاع بنسټونه په میرزا اولنګ کې د ولسي وګړو وژل نسل وژنه او بشري جنایت بولي او د دغې پېښې د څېړنې غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ