Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننه په هېواد کې د برېښنا د تولید د زیاتوالي لپاره هڅې

د بيخ‎بنسټونو په برخه کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي وايي چې د پروګرامونو پربنسټ له دې وروسته د هېواد له اوبو څخه د سمې ګټنې لپاره، بندونه به په حوزوي بڼه جوړ شي.

ښاغلي قیومي چې د پنجنشبې په ورځ (د زمري په ۱۹ مه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هېوادوال او ارګ د دویمې مناظرې په لړ کې ټينګار وکړحکومت هڅه کوي چې په هېواد کې د ۵۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید پیل شي او همدارنګه د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید کار هم جریان لري.

هغه څرګنده کړه:«د ولسمشر یوه وینا دا وه چې موږ د اوبو بندونه خپل سیستمونه په حوزوي بڼه ونیسو چې همدا د هلمند سیند حوزه ده، د کابل حوزه ده، د هریرود حوزه ده. ښايي په راتلونکي کې د د امو پنځه حوزه وي، موږ دا د حوزې په بڼه ونیسو چې په راتلونکې کې بند جوړو؛ سوکه سوکه له خپلو ټولو اوبو څخه ګټه اخلو.»

هغه وايي:« چې د افغانستان د برېښنا وړتیا، اوبه‎یزو برېښنا تولید ۲۳ زره میګاواټه دي، خو اوس زموږ د تولید ځواک څومره دی؟ په عمومي توګه د ټول افغانستان د تولیدي ځواک کابو ۵۰۰ میګاواټه هغه ده یعنې په دې څو کلونو کې موږ د خپلې وړتیا څخه یو سلنه کمه استفاده کړې ده.»

د هېواد وال او ارگ مناظره د مسوول هېواد وال او ځواب ویونکي حکومت( تر شعار لاندې د برېښنا په برخه کې ترسره شوه.

د دغه مناظرې موخه په هېواد کې د شته ستونزو هواری او د حکومت په پروګرامونو کې د هېوادوالو وړاندیزونو ته ځای ورکول دي.

د ولسمشر سلاکارې فرخنده زهرا نادري په دې اړه وايي:«د دغه پروګرام له بنسټ اېښودلو سره، ما غواړو چې دیموکراسي ډاګیزه کړو، په راتلونکي کې هڅه کوو چې خپلې سروې ګانې چې ډېرې څېړنې ولرو، چې څه ډول غوره او جوړونکی پروګرام جوړ کړو بیا هڅه کوو له هغو کسانو پراخ چې ګډون کوي، له بهر څخه هم نظرونه واخلو.»

په دغه مناظره کې شاوخوا ۶۰ زده کړیالان او استادانو برخه اخیستې وه او ښايي دغه ډول مناظرې دوام ولري

شریک یي کړئ