Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د یوه پاکستاني جاسوس نیول

د ملي امنیت عمومي ریاست، د پاکستان د پوځي استخباراتي سازمان (ای اېس ای) د یو جاسوس چې په کابل کې د څرخي پله پر بندخونې یې د برید هوډ درلود له نیولوخبر ورکوي.

دغه ریاست ادعا کوي چې د «ای اېس ای» دغه غړی د استخباراتي مالوماتو د راغونډولو او له طالبانو څخه د ملاتړ لپاره کابل ته راغلی وه او درې اوونۍ وړاندې ونیول شو.

د ملي امنیت عمومي ریاست زیاتوي چې د دغه کس نوم نورالله دی او د پاکستان د کوټې اصلي اوسېدونکی دی.د ملي امنیت د مالوماتو پر بنسټ نور الله په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې له «ای اېس ای» سره په کار پیل کړی دی.

په همدې حال کې نیول شوی کس اعتراف کوي چې غوښتل یې د څرخي پله پر بندخونې په برید کې ونډه ولري.

هغه زیاتوي چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله د چارواکو او د سراج الدین حقاني سره د «ای اېس ای» د چارواکو او همدارنګه مولوي شیرین د طالبانو د استخباراتو رییس د لیدنې په تنظیم کې ونډه لرلې ده.

شریک یي کړئ