د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د لوړو زده کړو نظام د هېواد د اقتصادي او سیاسي اړتیاو ځواب ویونکی نه بولي او ټینګار کوي چې د هېواد په تحصیلي نصاب کې باید جدي بدلونونه رامنځته شي.
ولسمشر غني چې نن (پنجشنبې د زمري په ۲۶ مه)د نوي تحصیلي کال د پیل په مراسمو کې د کابل په پوهنتون کې خبرې کولې، د کابل پوهنتون له استادانو څخه یې وغوښتل ترڅو په دغه پوهنتون کې ټول درسونه په دري او پښتو ژبو وي.
ښاغلي غني زیاته کړه:«جرأت باید ولرو چې اعتراف وکړو د لوړو زده کړو هغه سیستم مو چې په میراث وړی، د هېواد د اقتصادي او سیاسي اړتیاو او زموږ د ادارې او نیولي نسل د غوښتونو ځواب ویوونکی نه دی.»
له بلخوا ولسمشر غني ټینګار لري چې د هېواد د رسمي ژبو د بډاینې لپاره باید پانګونه وشي او په پوهنتونو کې باید د روزنیزې ژبې په اړه منفي کتنه ونه شي؛ هغه چلند چې د هغه په باور، چې کولای شي په هېواد کې زدهکړیالانو او د ښوونې بهیر ته سخت ګوزار ورکړي.
ولسمشر غني وايي:«په پوهنتونو کې منفي بحثونه ځای نهلري؛نوټونه او درسونه باید په دواړو ژبو وي او د دغه کار زمینه باید برابر شي. زموږ په یو کیلومټر واټ یو مېلیون ډالره مصرفېږې. په درسي نصاب کې موږ یو مېلیون ډالر نه شو لګولای؟څو ژباړن ونیسئ ټول تبدیل کړئ.»
ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنتونونو کیفیت او امکانات د ځوانانو د وړتیا ودې په برخه کې بسندویه نه بولي او له استادانو غواړي چې خپل درسونه دې په نړیوالو معیارونو برابره کړي.
ښاغلي غني اعلان وکړ چې په کابل پوهنتون کې به د شهید شویو استادانو په یاد یو څلی جوړ شي.