Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اصف مومند:د بلخ والي له خپلو زامنو او ساتونکو سره ووهلم

د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مومند ادعا لري چې د بلخ والي او د هغه زامنو او ساتونکو، له هغې وروسته چې هغه یې ونیو په شدت سره وهل ټکولی دی.

د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مومند دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال د لاسلیک په تزویر او جعل په تور، په مزارشریف ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو،خو نن (پنجشنبې د زمري په ۲۶ مه ازاد شو.)

هغه، نن ماښام د ملي امنیت له بند څخه له ازادېدو وروسته، په کابل کې په یوې خبرې ناسته کې حضور پیدا کړ او د بلخ په والي، زامنو او ساتونکو تور پورې کوي چې هغه یې په کلکه وهل ټکولی.

محمد اصف مومند په دې اړه وویل:«زوی یي خوله ولګوله او زما غوږ یې وخوړ په غاښو یې وشکاوه، بل زوی یې ووهلم عطا محمد نور هم ووهلم او د پرویز په نامه یو سکرټر یې وو هغه ته یې وویل چې په مرمۍ یې ووله او لاسونه مې تړلي وو، هغه د ټوپک په کونداغ ووهلم او سر مې مات شو،استاد عطا مې په ستوني پښه کېښوده.»

خو د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد دغه ادعاګانې ردوي.

هغه زیاتوي:«دا ادعا په دې مانا ده چې موږ غواړو لمر په دوه ګوتو پټ کړو. دا د خندا وړ خبره ده.»

د دې سربېره د بلخ د والي ویاند دغه څرګندونې له ده سره د شخصي دوښمنۍ له اړخه بولي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد څرګنده کړه:«په دې اړه د پلاوي څېړنه د اسنادو او شواهدو او ټول موردونونه چې اړین دي څېړنه روانه ده.موږ قضاوت پلاوي ته پرېږدو، هر هغه څه چې پلاوی پیدا کوي او حقیقت موندنه کوي هغه ته درناوی لرو.»

بل خوا د پکتیا پخواني والي جمعه خان همدرد زوی ګل رحمان همدرد  د بلخ د والي ویاند څرګندونې چې ګواکي د سه شنبې په شپه د بلخ هوايي ډګر کې د جمعه خان همدرد پورې اړوند وسله وال کسانو د محمد اصف مومند د نیولو مخنیوی کاوه په بشپړه توګه رد کړې دي.

هغه زیاته کړه:«راشئ په یوه پرانیستې سیمینار، پرانیستی ډیالوګ په لاره واچو روښانه کړو ، هغه کسان چې په چمتال، کوه البرز او چهاربولک کې د دولت پرضد جګړه کوي څوک دي.»

له دې سره د بلخ د والي ویاند د ګل رحمان همدرد دغه څرګندونې د شخصي دښمنیو له امله بولي.

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي دغه اختلافونه د خلکو په ګټه نه بولي او په دغه ولایت کې د امنیت په راوستو ټینګار کوي.

د بلخ اوسېدونکی:«دغه شخړې چې رامنځته شوې دي په عادلانه بڼه حل شي ترڅو د مزار امنیت ښه او ښه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولایتي شورا غړي محمد اصف مومند د نیولو څرنګوالي په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ۹ کسیز پلاوی دغه ولایته استولی او د دغه پلاوي مشري د لوی څارنوالۍ د مرستیال په غاړه دی.

د بلخ د ولایتي شورا دغه غړی ادعا لري چې د بلخ والي عطا محمد نور له هغې وروسته چې هغه یې د مزار شریف له هوايي ډګر څخه ونیو، له هغه څه یې وغوښتل چې د ولسمشر او د ملي امنیت شورا پر ضد خبرې وکړي.

شریک یي کړئ