Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پر زیاتوالي د عبدالله ټینګار

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې له مسوولینو، سوداګرو او پانګه‎والو سره وکتل.

په دغه کتنه کي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي، کرڼیزو او د صادراتو او وارداتو په برخه کي د اړیکو پر رامنځته کېدو او پياوړتیا بحث وشو.

په دغه ناسته کې د افغانستان د کابینې د وزیرانو ترڅنګ د هېواد د سوداګرۍ خونې مسوولینو او په قزاقستان کې مېشتو افغان سوداګرو هم برخه درلوده.

د قزاقستان د نړیوالي سوداګرۍ خوني مشرایان ایرینوف د افغانستان پلاوي ته وویل، چي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په اندازه سوداګریزي اړیکي وجود لري، خو په خبره یې چي دا اندازه کافي نه ده او باید نوري هڅي وشي.

نوموړي زیاته کړه:« چي د ټرانزیټ، مایع ګاز، کانونو، صنایعو او لوژستیک په برخو کي قزاقستاني سوداګر او پانګه وال ګډو همکاریو ته ژمن دي او په دې باور دي، چي باید صادرات او واردات زیات شي.»

د افغانستان د سوداګرۍ خوني د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت په دې لیدنه کي وویل، چي قزاقستان د افغانستان د تولیداتي بازار یو قوي مارکیټ‌ دي، خو په خبره یې چي دغه هېواد ته د افغان صاداراتو کچه ۵۰ سلنه کښته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چي د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په لومړیو کي په کابل کي د قزاقستان د سوداګرۍ خونه جوړه شوه، چي د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو لپاره مهم ګام و،‌خو په خبره یې چي لا هم ګڼي ستونزي پرتې دي او حکومتونه یې په ګډه سره حل کړي.

هغه یادونه وکړه، چي د دوو هېوادونو حکومتونه دي سوداګرو ته د اوږدمهالو وېزو د ورکړي، د ګمرکي تعرفې د کمښت او همداراز په دواړو هېوادونو کي د اړوندو تجارو لپاره د هماغه هېواد د بانکي څانګو په پرانستلو کي ګامونه پورته کړي، څو د پیسو لېږد چټک شي او سوداګري وده وکړي.

د هېواد د سوداګرۍ وزیر همایون رسا وویل، چي دوی به ډېر ژر په استانه کي د افغان سفارت چوکاټ ته تجارتي اتشه معرفي کړي او هیله لري، چي دا چاره به د عمومي تجارت د ودې ترڅنګ په قزاقستان کي د افغان صادراتو له پلور سره مرسته وکړي.

د هېواد اجرائیه رییس د قزاقستان د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په لیدنه کي وویل،‌چي افغان پلاوی په ایکسپو نندارتون کي د ګډون لپاره دلته راغلی، ولي د قزاقستان له لومړي وزیر سره به هم لیدنه ولري او د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا به عملي او مفصل بحثونه ولري.

نوموړي زیاته کړه، چي نن په استانه کې د افغانستان او قزاقستان د بین الحکومتي اقتصادي کمېسیون ناسته هم جوړېږي، چي د تجارو لپاره د اوږدمهالي وېزې پر ورکړه، ګمرکي تعرفې، د صادراتو پر کچې او د سوداګرۍ پر پراختیا خبري کوي.

هغه یادونه وکړه،‌چي افغان حکومت په افغانستان کي د قزاقستان د پانګه والو او پانګوني امنیت تامینوي او چمتووالی لري، چي د اسانتیاوو په ښه‎والي او حتی خاص امتیازونه ورکړي، ترڅو هلته پانګونه وکړي.

اجرائیه رئیس وویل، چي د ازبیکستان سره د ټرانزیټي تړون نه شتون د افغانستان او قزاقستان پر سوداګریزو اړیکو هم سیوری غوړولی خو په وینا یې هیلې شته، چي ازبیکستان به ده ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکي سفر کي ټرانزیتي تړون لاسلیک شي.

شریک یي کړئ