یو افغان کډوال ماشوم فرهاد نوري چې د صربستان په بلګراد پنډغالي کې ژوند کوي په دې ورځو کې ډېر مشهوره شوی دی.
دغه کوچنی نقاش په کوچني پیکاسو مشهور دی او په تازهګۍ سرهیې د صربستان د ولسمشر سره په لیدنه کې هغه ته یې د صربستان د وګړۍ وړاندیز کړی دی.
د صربستان ولسمشر الکسانډر ووچیچ له کوچني پیکاسو سره په لیدنه کې وویل:« که تاسې د صربستان پناه غوښتنه ومنئ، موږ به ډېر وویاړو.»
خو په ظاهره، دا افغان ماشوم غواړي په امریکا یا کاناډا کې ژوند وکړي.
هغه وايي:«زه غواړو د تولو هغو کارونو له کبله مننه وکړم، چې صربستان کې زموږ لپاره وشول. دلته هر څه ښه دي.»
فرهاد نوري، چې د صربستان په یوه پنډغالي کې ژوند کوي، د رسامۍ له کبله خورا مشهور شوی.
د هغه رسامي یوه مرستندویه بنسټ کې ډېره مخکې شوه او ښه پېرېدونکې یې ولرل.
فرهاد تر ډېره ورځ په تصویرونو تېروي او کله کله هم داسې انځورونه کاږي، چې انټرنیټ کې یې پیدا کړي دي.