Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني امنیتي حالت څېړنې په موخه کندهار ولایت ته ولاړ

ولسمشر، اشرف غني د عمومي او امنیتي حالت ارزونې په موخه نن سهار(سې‎شنبې د زمري۳۱) له یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته ولاړ.

ولسمشر یاد ولایت ته له رسېدو وروسته له غرمې مخکې په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د شهیدانو څلي ته د ګلونو ګېډۍ اېښې دي.

ده همداراز د ۲۰۵ اتل قول اردو له قومي مشرانو، سپين‎ږيرو او د دخلکو له بېلابېلو استازوسره د جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کندهار والي، زلمي ویسا له ولسمشر څخه په هوايي ډګر کې هرکلی کړی دی.

ولسمشر په داسې حال کې کندهار ولایت ته سفر کوي چې  په وروستۍ پېښه کې وسله‎والو په خاک‎ریز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر مرکز برید کړی وه او په ترڅ کې یې ۲۶ تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی وه.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګ لاره نن اعلان کړه.

ټرمپ وویل په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالې جګړې په اړه وویل چې امریکا د افغانستان له حکومت سره مرستې کوي څو طالبان بیا ځلې واک ته و نه رسیږي.

ولسمشر غني نن کندهار ولایت ته سفر وکړ او په ۲۰۵ اتل قول اردو کې یې د شهیدانو څلي ته د ګلان ګېډۍ ایښې دي

شریک یي کړئ