Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان نوم ولې باید د ترهګرو دولتونو په نوملړ کې شامل شئ؟

د ملي امنیت پخوانی رئیس، رحمت الله نبیل: پاکستان د نړیوال تروریزم اصلی ملاتړی

له هغو لومړیو چې پاکستان د مذهبي اېډیالوژۍ پر بنسټ جوړ شو، هڅه یې وکړه چې له مذهبي افراطیت او ترهګرۍ څخه د خپلو نورو پوځي ځواکونو تر څنګ د خپلې وجودي نظریې د ساتلو په موخه د وسیلې په توګه ګټه واخلي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تېري او د جنرال ضیاالحق مشرتابه د پاکستان لپاره دا زمینه لا ډېره مساعده کړه ترڅو د افراطیت په دودولو سره د ګاونډي هېواد په توګه د کشمیر په لانجه کې د هندوستان پر مهارولو، د خپلې پراختیا غوښتنې او برلاسۍ لپاره هم ګټه واخلي، او دا هماغه وخت وه چې پاکستان د ((۳A: Allah, Army & America)) تګلارې څخه اعظمي ګټه واخیسته.

د افغانستان د مجاهدینو د سمبالښت په پلمه یې د امریکا په مرسته خپل پوځ سمبال کړ او د وسله والو د جذب ، ښوونې روزنې او د افغانستان جهاد د پیاوړتیا په نوم یې د زرګونو دیني مدرسو بنسټ کېښود.

د پاکستان د رسمي دولتي د شمېرو له مخې (د پاکستان د کورني امنیت پالیسي ۲۰۱۴-۲۰۱۸) همدا اوس تر۱۵۰ زره ډېرې دیني مدرسې، چې ډېری یې د افراطي اسلام او تاوتریخوالي په ترویج بوختې دي، په دغه هېواد کې فعالې دي، چې یوازې د ۲۵ زره په شاوخوا کې یې د پاکستان له حکومت سره ثبت دي او دې همدغې سرچینې له مخې ۵۱ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالې دي او له یادو مدرسو وسله وال جذبوي.

د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښې او د افغانستان په پېښو او ماحول کې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له ښکېلېدو وروسته د نړیوالې ټولنې ګومان، چې ګواکې د پاکستان پوځیان او استخباراتي ادارې د خپلو ستراتېژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګرۍ او افراطیت څخه د وسیلې په توګه کار اخلي، پیاوړی شو، په ځانګړې توګه د پاکستان د یوې پوځي اکاډمۍ ترڅنګ د اسامه بن لادن وژل کېدو، دغه ګومان په یقین بدل کړ.

د حقاني شبکه یوه له ترهګریزو شبکو څخه ده چې د افغانستان د جهاد پر مهال د پاکستاني پوځیانو د پام وړ وګرځېده او د وخت په تېرېدو سره د هغه هېواد د پوځي استخباراتو د پیاوړي مټ په توګه (لکه لشکر طیبه چې د هند پر وړاندې ترې ګټه اخلي) د القاعده شبکې د ودې او پیاوړتیا او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو، د افغانستان حکومت او خلکو پر وړاندې د جګړې د خونړۍ کېدو په موخه ترې ګټه واخیسته. خو دا په دې مانا نه ده چې امریکا او نړیوال ملګري یې د پاکستان له دغې لوبې خبر نه وو او یا دا چې اوس خبر شوي دي.

له دې سره چې پاکستاني پوځیانو په تېروکلونو کې څو ځلې امریکايي چارواکو ته د ترهګرو شبکو د ځپلو ژمنې ورکړې وې، د امریکا هیله مندي دا وه چې د ((ضرب عضب)) عملیاتو په ترڅ کې به په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکه او بهرني ترهګر هم وځپل شي.

خو پاکستاني پوځیانو د ((ضرب عضب)) عملیات دقیق د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو شپږ ورځې مخکې په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د اوږدمهاله ټاکنو لپاره د امنیت پر ټینګولو بوخت وو، په یو اړخیز ډول او د افغانستان له دولت سره په نه همغږۍ کې پیل کړل او له دغې موقع په ګټه اخیستنې یې د بهرنیو ترهګرو په ګډون ډېری ترهګرو ته افغانستان ته د ننوتو لار ورکړه.

حتا د ((ضرب عضب)) تر عملیاتو یې څو میاشتې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرو د تګ راتګ لارې چې د امریکا متحده ایالتونو د فشار له امله د شاه سلیم/توپخانه او د پکتیکا، ننګرهار، کونړ او نورستان پټې لارې تړلې وې، بېرته پرانیستې او شمال او شمال ختیځ، ختیځ او سوېل ختیځو ولایتونو ته یې د ترهګرو لپاره د تېښتې او تګ زمینه برابره کړه.

پر هغې سربېره د ((ضرب عضب)) عملیاتو د دویم پړاو له ترسره کېدو وروسته پاکستان په شوال دره کې د القاعده یو شمېر غړي هم د نورو ترهګرو ډلو او طالبانو تر پوښښ لاندې په پکتیکا، زابل، کندهار او هلمند کې ځای پر ځای کړل.(په افغانستان کې دننه د القاعده پر ځینو کمپونو د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول او په دغه سیمه کې د القاعده شبکې د بیا فعالېدو په اړه مهم اسناد ترلاسه شول.) چې له شک پرته د القاعده شبکې شتون او بیا فعالېدل د امریکا متحده ایالتونو لپاره د اندېښنې وړ وګرځېد.

په دې ترڅ کې نه یوازې د پاکستان له لیدلوري ښه طالبان (د حقاني شبکه) د ((ضرب عضب)) په عملیاتو کې ونه ځپل شول، بلکې پاکستاني پوځیانو د عملیاتو تر پیل مخکې د دغې شبکې جګړه مار، کورنۍ، وسلې او تجهیزات هم امن ځای ته ولېږدول.

له شک څخه پرته د افغانستان او امریکا استخبارات له دغو حرکتونو ښه خبر وو او د هغو څارنه یې کوله.

له بشري او تخنیکي سرچینو د اطلاعاتو پر راټولونې سربېره له نورو لارو هم کره اطلاعات راغونډېدل.

د بېلګې په توګه دلته یوازې یو شېمر هغه سندونه د خپلو هېوادوالو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره وړاندې کوم چې د پاکستان د پوځي استخباراتو او ((ISI)) له خوا له حقاني شبکې څخه څرګند ملاتړ او د دغې ډلې لپاره پټن‎ځایونه، تجهیز او تمویل په کې ښکاره دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د لاسوهنې او له ترهګرۍ څخه د ملاتړ په سلګونه سندونه د ملي امنیت په ارشیف کې موجود دي .

{gallery}ISIone{/gallery}

سند (۱): د انعام رباني په نوم د پېښور د MI-۲۲ دفتر یو مسؤول په یوه رسمي لیک کې د راولپنډۍ د MI-۲۲ مرکزي دفتر مشر ډګروال شمیم خالد ته د ضرب عضب تر عملیاتو وروسته د شمالي وزیرستان میرانشاه ته د حقاني شبکې د قوماندانانو د لېږد په اړه خبر ورکړی دی: د ۱۸.۰۳.۲۰۱۵ تاریخ د MI د مرکزي دفتر د هدایت له مخې چې د Hotline & Passcom د ارتباطي وسیلې په ذریعه د MI-۴۲۲ دفتر ته راپور شوی وه، نوموړي دفتر خپلو اړونده کارکوونکو ته دنده ورکړې چې د حقاني شبکې د یو تن غړي مولوي زر محمد د ګروپ قوماندانان عطامحمد او حافظ لقمان الله د شمالي وزیرستان د میرانشاه د دته خېلو سیمې ته ولېږدوي.

یاد شوي دوه قوماندانان تر پوښښ لاندې د سرحدي پولیسو په یونیفورم کې د پوځ په وسایطو کې په نښه شوي کمپ ته لېږدول شوي دي، همدا شان د لا ډېرو اطلاعاتو د ترلاسه کولو په موخه له مرکزي دفتر غوښتل شوي چې په میرانشاه کې واقع د MI-۷th دفتر له مشر څخه معلومات وغواړي.

(د ۱ سند د ژباړې پای)

{gallery}ISItwo{/gallery}

سند (۲): په اسلام اباد کې واقع د CTC مرکزي دفتر په ۱۶/۰۳/۲۰۱۵ تاریخ د یو رسمي مکتوب په ترڅ کې په نوښار کې واقع د CTC دفتر ته هدایت ورکړی چې د حقاني شبکې د هغو ټولو غړو او قوماندانانو وضعیت په اړه چې دا مهال د نوښار،مردان او صوابۍ په ضلعو کې اوسېږي، مرکزي دفتر ته راپور ورکړي او د امریه روحیې مطابق د دغې ډلې اوسني ادرسونه، د ټلېفون شمېرې او نور اړوند موضوعات تر څار لاندې ونیسي.

د مکتوب په متن کې همدار راز ټینګار شوی دی چې د ISI مرکزي دفتر د ۹۴۵ او ۹۳۵ ادارو ته هدایت ورکړی چې د حقاني شبکې ټول کسان او جګړه مار دې میرانشاه، توچي او میرعلي ته د پوځ د سرتېرو تر پوښښ لاندې ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده چې د ISI د اسختباراتي سازمان هدف له دغه کاره د حقاني شبکې د غړو خوندیتوب بلل شوی دی، ځکه چې د دغه سازمان وروستي راپورونه د دوی لپاره د خطر زنګ و او د حقاني شبکې د غړو ژوند یې له ګواښ سره مخ باله.

د ISI مرکزي ادارې د نوښار دفتر ته هدایت ورکړی چې خپله اړونده برخه وګوماري، څو شمالي وزیرستان ته تر لېږد پورې د حقاني شبکې غړو د کورنیو امنیتي تابیاوې خوندي کړي او په ځانګړې توګه په یادو سیمو کې د هغوی د وضعیت په اړه په څلورو پړاوونو کې د ۲۰۱۵ د اپرېل تر ۲۳ نېټې پورې په اسلام اباد کې د CTC دفتر مسؤول ډګروال غلام عباس ته راپور ورکړي.

( د ۲ سند د ژباړې پای)

{gallery}ISIthree{/gallery}

سند (۳): په اسلام اباد کې د MI (نظامي استخبارات) د مرکزي دفتر د رسمي مکتوب په ترڅ کې چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې د MI-۴۲۲ دفتر ته هدایت ورکړی و چې د نوموړي دفتر مشران دې د طالبانو له هغو دوه تنو مشرانو هر یو، حافظ ګلبهادر او مولوي حمدالله سره چې د دوی له فعالې همکارۍ برخمن وو او د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو له امله بې ځایه شوي وو، مستقیم ملاقات سازماندهي کړي، ترڅو د پېښور په تهکال او حیات اباد سیمو کې د دوی او د دوی د غړو د اوسېدو بندوبست وکړي.

د اوسېدو کورونه یې ورته په کرایه ونیول شي، همدغه راز د فزیکي امنیت د خوندیتوب په موخه او د ګرځېدو لپاره وسله وال کسان او ځانګړي موټر په واک کې ورکړل شي.

د MI-۴۲۲ ادارې مشرتابه له یادو قوماندانانو سره د همدغې ادارې په مقر کې مستقیم ملاقات ترسره کړ چې په دغه کتنه کې د یادو قوماندانانو د استوګنې او د امنیت د خوندیتوب په اړه لازمې خبرې اترې وشوې چې په پایله کې د ادارې د رهبرۍ لخوا حافظ ګلبهادر او مولوي حمدالله ته ژمنه ورکړل شوه چې ډېر ژر به لازم امکانات او اسانتیاوې ورته برابرې شي او همداراز یې دغو قوماندانانو ته ډاډ ورکړ چې هڅه به وکړي ترڅو هغه موخې چې یاده اداره یې په افغانستان کې تعقیبوي، له شته امکاناتو په ګټه اخیستنې سره د یو بل په همکارۍ په ګډه سره پلان او ترسره کړي.

(د ۳ سند د ژباړې پای)

د پاکستان پوځیانو د (ضرب عضب عملیات) په شمالي وزیرستان کې د هغو ډلو پر وړاندې ترسره کړل چې د پاکستان له حکومت سره یې دښمني درلوده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو ته یې ژمنه ورکړې وه چې د حقاني ډله به هم تر هدف لاندې ونیول شي.

د پاکستان پوځیان په ټولو کورنیو او بهرنیو محفلونو کې دغه عملیات د یوې لاسته راوړنې او د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د خپل جدیت او صداقت په توګه یادوي؛ خو هېڅکله یې ونه کړای شول، چې یا امریکا او یا هم د افغانستان لوري ته حتا یو سند هم، چې د حقاني شبکې اړوند کسانو او قوماندانانو له منځه وړل تایید کړي، وړاندې کړي. چې دغه کار په شدت سره د افغانستان د ډېرو خلکو او په امریکا کې د ځینو چارواکو او نخبه ګانو غوسه راوپاروله.

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره، د دغه حکومت مشرتابه په ډېر خوشبینانه ډول په دې هیله چې ګوندې وکړای شي له پاکستان سره په اړیکو کې نوی باب پرانیزي، له دغه هېواد سره خبرې اترې پیل کړې؛ د افغانستان ولسمشر د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په نومبر میاشت کې خپل لومړنی سفر پاکستان ته وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د لیدنو په ترڅ کې یوه مهمه کتنه د بندو دروازو تر شا د پاکستان له لوی درستیز راحیل شریف سره د هغه په دفتر کې وکړه.

په دغه لیدنه کې د دواړو اړخونو له لوري د جدي همکاریو ژمنه وشوه. چې د ملي یووالي حکومت مشرانو او یو شمېر نږدی سلاکارانو او د پاکستان د پوځ او ISI د مشرانو ترمنځ دغه لیدنې کتنې تر وروستیو میاشتو پورې د بندو دروازو تر شا روانې وې، چې د افغانستان دولت د استخباراتي ادارو اسنادو ته د اهمیت ورکولو پر ځای یې د پاکستاني پوځیانو حیلو او مکر ته ارزښت ورکړ او متاسفانه د ملي یووالي حکومت په یو اړخیز ډول په څو مواردو کې د نه باور وړ، حتا په ډېرو مواردو کې د ملي ګټو پر خلاف امتیازات د دغو غیر شفافو مجلسونو په پایله کې د پاکستان پوځیانو ته ډالۍ کړل، پرته له دې چې هېڅ ډول امتیاز د پاکستان له لورې افغانستان ته ترلاسه کړي.

تر یاد سفر وروسته راحیل شریف په هماغه اوونۍ کې د امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړ او هلته یې خپلې او د افغانستان د ولسمشر له خوا ورکړل شوې ژمنې - د امریکا متحده ایالتونو مشرانو د نارضایتۍ د کمولو لپاره ، چې د ضرب عضب په عملیاتو کې د پاکستان د نه رښتینولۍ او د حقاني شبکې د نه ځپلو له امله وه - د امریکايي چارواکو مخې ته وړاندې کړې او د دغه اوه ورځیني سفر په ترڅ کې یې یو ځل بیا د هغو ترهګرو شبکو پر وړاندې د جدي ګامونو د اخیستو ژمنه وکړه، چې د افغانستان په ناامنۍ او بې ثباتۍ کې لاس لري، نورې ژمنې یې هم وکړې، لکه د مذاکراتو مېز ته د طالبانو راوستل او د افغانستان له نوي حکومت سره د ښو اړیکو رامنځ ته کول.

په مقابل کې یې امریکا، د ملي یووالي له حکومت سره د پاکستان له هوکړې وروسته، د پاکستان پر حکومت د کورنیو فشارونو د کمولو لپاره پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو کمښت او د تحریک طالبان پاکستان پر غړو د بریدونو شدت، چې د ډېورنډ کرښې شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، ژمنې ورکړې.

همدغه راز د خبرو اترو مېز ته د طالبانو تر هڅولو وروسته امریکا اعلان وکړ چې نور به طالبان د امریکا متحده ایالتونو لپاره جدي ګواښ نه ګڼل کېږي او د اېتلافي ځواکونو لخوا به په یو اړخیز ډول تر برید لاندې نه نیول کېږي.

همدارنګه به په افغانستان کې د هندوستان رول را کم کړای شي، چې پر همدې بنسټ د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې د افغانستان جګړه به په مسؤولانه ډول پای ته ورسوي.

خو له ۲۰۱۴ زیږدیز کال څخه تراوسه نه یوازې دا چې پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر وړاندې په خپل دوه مخې سیاست کې بدلون را منځ ته نه‎کړ ، بلکې په ډېرو برخو کې یې لاسوهنو ډاګیز شکل غوره کړی دی او په پاکستان کې د ملا عمر د مرګ تر افشا کېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره په څرګند ډول د افغانستان د قضیې د ټول واک اخیستل ومنل چې د افغانستان طالبان د پاکستان په خاوره کې شته دي او د دوی تر کنترول لاندې دي.

د افغانستان ولسمشر هم اعلان وکړ چې موږ باید لومړی له پاکستان سره سوله وکړو، هغه اند دا هم وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني دي.

همداراز د جرمني په مونیخ کې ښاغلي ولسمشر وویل چې ګواکې افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی.

په داسې حال کې چې افغانستان نه یوازې د ترهګرۍ مرکز نه دی، بلکې اصلي قرباني یې دی.

له دې فرصت څخه په استفادې سره پاکستان په پرله پسې توګه په درېیو برخو کې خپلو دوه مخو سیاستونو ته په جدي ډول ادامه ورکړې ده:

الف: د جګړې د پراختیا ، د ډېرو سیمو د نیولو او د افغان امنیتي ځواکونو د تدریجي نابودۍ لپاره په چټکۍ سره د طالبانو او ترهګرو وسله وال کول او تجهیزول.

ب: له بېلابېلو لارو د خپلو جاسوسانو په واسطه د افغانستان د قومونو ترمنځ د اختلافاتو رامنځ ته کول او ورته لمن وهل.

ج: د افغانستان د سیاسیونو ترمنځ د بې اعتمادۍ رامنځ ته کول او د بې باورۍ له دغې فضا څخه په ګټې اخېستوسره د هېواد په ادارو کې درز رامنځ ته کول.

دلته یو څو نور هغه سندونه چې د افغانستان په ورانولو کې د پاکستان پوځیانو لاس ښيي، له لوستونکو سره شریکوم.

سند (۴): په دغه سند کې د تېر حکومت پر مهال د کابل پر پوځي هوايي ډګر د برید په اړه بحث شوی دی.

د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د جولای په میاشت کې په خیبرپښتونخوا کې د MI-۴۲۲ دفتر ته له اسلام اباده د پاکستان پوځي استخباراتو مرکزي دفتر لخوا رسمي مکتوب واستول شو او په هغې کې لیکل شوي دي چې هغو کسانو چې د کابل پر هوايي ډګر د برید پلان او طرحه شوې برنامې په بریالۍ توګه ترسره کولو کې یې وړتیا ښودلې ده، د مننې او ستاینې ترڅنګ د هڅونې په موخه هر یو حاجي خلیل حقاني، حاجي حکیم ولسوال، قاري ظاهر شاه او مولوي حکیم ته دې د نفر په سر دوه مېلیونه او ۵۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې ورکړل شې او د کابل پر هوايي برید کې د دخیلو کسانو د هر کس کورنۍ او پاتې شونو ته یې یو مېلیون او ۵۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې د مرستې په ډول ورکړل شې.

همدغه راز له یادو کسانو سره دې د حقاني شبکې په واسطه په کابل کې د قبایلو چارو پر وزارت د برید د پلان پر څرنګوالي او دقیقې اجرا بحث وشي او د خپلو اجراتو په اړه د جولای په ۲۳ تاریخ د ماسپیښین تر ۳:۰۰ پورې دغې ادارې ته خپل راپور وړاندې کړئ.

{gallery}ISIfour{/gallery}

سند (۵): په خیبرپښتونخوا کې د ISI ۹۴۵ دفتر رسمي یادښت

په اسلام اباد کې یې خپلې مرکزي ادارې ته د ۲۰۱۵ د اپرېل په ۶ تاریخ داسې لیکلي دي: د ۹۴۵ ریاست مسؤولین چې د ۲۰۱۵ د اپرېل په ۵ تاریخ یې د شبکې له مسؤول توریالي او همکارانو سره یې ملاقات کړی دی، هغوی ته یې دنده سپارلې ده چې د هرات، کابل او فراه په زونونو کې د افغانستان د اهل تشیع مشران یا وتښتوي او یا دې یې له منځه یوسي.

همداراز یې په دغه جلسه کې دوه مېلیونه پاکستانۍ کلدارې هم ورکړې دي.

همدا شان یادونه شوې ده چې د ۹۴۵ ادارې اړوندې برخې د توریالي شبکې لخوا غوښتل شوې وسله او مهمات هم له اکوړه خټک ((COD)) تدارک شوې او په یاد تاریخ ورته سپارل شوي دي.

سربېره پر دې په دغه یادښت کې یادونه شوې ده چې د توریالي شبکې ۲۳ تنه غړي چې په چراټ کې په پوځي زده کړو بوخت وو، روزنیزه دوره یې بشپړه کړې ده.

{gallery}ISIfive{/gallery}

سند (۶): په کوېټه ښار کې د ISI سازمان مرکزي ادارې په یوه بیړني یادښت کې په اسلام اباد کې د IW مرکزي ادارې ته او په راولپنډۍ کې د ۹۴۵ دفتر ته د کوېټې شورا له طالبانو سره د خپل دفتر د افسرانو د بیالیدنې پایله په لاندې راپور کې وړاندې کړې ده:

د طالبانو د کوېټې شورا غړو د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه د دغې شورا د کلیدي قوماندانانو په ګډون ناسته ترسره کړه، د یاد دفتر د دوه اړخیزو وړاندیزونو او پالیسیو په اړه چې مخکې هغوی ته وړاندې شوي وو، بحث وشو.

همدغه راز د یاد دفتر افسرانو د کوېټې شورا غړو ته د سولې پروسې د مذاکراتو په اړه، په هغه صورت کې چې ترسره شي، لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د یادښت په متن کې یادونه شوې ده چې د CID ,۹۴۵ ادارو ګډ مشورتي بورډ دې ټول هغه شرطونه چې د افغانستان له دولت سره د سولې د خبرو اترو په اړه د اسلام اباد مرکزي دفتر لخوا ورته سپارل شوي وو، په کوېټه کې د ISI مرکزي دفتر ته واستول شي چې د شورا غړو تر تصیم نیونې وروسته به د ګډې اجنډا د ترتیب پر بنسټ د طرفینو د برنامو د پایلې راپور ورکړل شي.

{gallery}ISIsix{/gallery}

په پایله کې پورتني اسناد د دی ښکارندوی دی چی پاکستان د بین المللی تروریزم اصلی لامل دی او په همغږه، تنظیم شوي او استراتیژیک شکل د تروریزم د ترویج لپاره کار کوي.

پاکستان په تېرو څو کلونو کی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د تروریزم څخه رسمی استفاده کړې ده.

له بلخوا د لومړي ځل لپاره د پاکستان ستراتېژیک دوست د چین د خلکو جمهوریت د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې د افغانستان د وخت له حکومت سره استخباراتي همکارۍ پیل کړې او د افغانستان لخوا ورته د پاکستان د پوځي استخباراتي کړیو له لوري د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ لپاره د خوندي پټن‎ځایونو، تجهیز او ملاتړ په تړاو معتبر او د نه منلو اسناد وړاندې کړای شول او لږ تر لږه چین په دې یقیني شو چې د افغانستان د وضعیت تحلیل د پاکستان د استخباراتي سازمان له لیدلوري کم اهمیته وبولي او مخامخ د افغانستان له حکومت سره راکړې ورکړې ته داخل شي.

همدا راز له چین څخه وغوښتل شول چې د افغانستان په اړه د پاکستان د نه رښتینولۍ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د پاکستان په اړه روښانه سیاست رامنځ ته کړي او د افغانستان په قضایاوو کې لا ډېر فعال شي.

د هغې تر څنګ په سیمه کې د امریکا او ایران د اړیکو د ترینګلتیا کمښت او د مطلوبو تعریفونو موندل، د هندوستان نرمې او حوصله مندې اقتصادي او سیاسي ډېپلوماسۍ او له ایران سره د هندوستان د اړیکو پراختیا، د دې زمینه مساعده کړه چې د جدي لوبغاړو لپاره په سیمه کې د پاکستان اهمیت را کم کړي.

د هغه څه په پام کې نیولو سره چې ذکر مو کړل او په وروستیو اونیو کې د پاکستان په اړه د ولسمشر اوباما او د امریکا دولت وروستي دریځونو څخه دغې پایلې ته رسېږو چې د لوېدیځو هېوادونه، په راس کې یې امریکا د تېرو څو کلونو په موده کې هڅه کړې ده ترڅو پاکستان له بېلابېلو لارو په دې پوه کړي چې په دوه مخو سیاستونو نه شي کولای چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د تل لپاره په نړیوالو او سیمه ییزو تعاملاتو کې خپل اهمیت خوندي کړي او خپلې ملي ګټې له ترهګرۍ او افراطیت څخه د ملاتړ په سیوري کې تعریف کړي.

له ټولو یادو شويو مواردو څخه لږ تر لږه د اوس لپاره په ظاهر کې دا انګیرنه او برداشت کېدای شي چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې شدیداً ترینګلې شوې دي.

سره له دې چې د افغانستان خلک غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره د یو او بل د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په متقابل درناوي سره ښې اړیکې ولري، خو د پاکستان حکومتونو لخوا په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې د دوی لاسوهنو ته په پام سره په لنډه موده کې دغه هیله د پوره کېدو نه ده.

پر همدې بنسټ باید نظام، سیاسیون او د افغانستان خلک له راغلي وضعیت څخه حد اکثر د هېواد په ګټه په بېلابېلو برخو کې کار واخلي.

وړاندیزونه:

• د افغانستان حکومت باید د ۳۰ کلنې ناکامې تجربې په نظر کی نیولو سره یوه منفعت محوره، واضح او قابل عمل پالیسی ایجاد او د پاکستان سره په اړیکوکې یې عملی کړي.

• د ګرانو افغانالنو څخه هیله کوم چی ټوله یو موتی شي سره و د دشمن پرمقابل متحدانه حرکت وکړو.

• خپل د وطن ګرانو ځوانانو څخه هیله کوم چی خپل دوست او دښمن وپېژني او خپل د خویندو او وړونو ملاتړ وکړي، اجازه ورنه‎کړی چی دشمن تاسې د قوم، ژبې او مذهب په نامه سره بېل کړي. دشمن مو له افغانستان څخه بیرون دی.

• په داسې حال کې چی د ولسمشر غني ملاتړ د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ستایل وړ بولم.

خو لازم ده چی دښمن واضح تعریف ا و په دی هکله څرګنده تګلاره رامنځته کړي ترڅو ملي دفاعي ځواکونه د دغې تګلارې پر بنست لا ځواکمن اقدامات وکړي.

یادښت:

دیادونې وړ ګنم چی د دغه سند نشر به د ملي امنیت ریاست هيڅ کارمند او د دوی ارتباطیان به د خطر سره مخ نه‎کړی.

دغه اسناد پر خپل وخت د حکومت د مشرتابه سره شریک شوي او اوس یی نشر د ملي ګتو په لیکه کې بولم.

د افغانستان د مجاهدینو د سمبالښت په پلمه یې د امریکا په مرسته خپل پوځ سمبال کړ او د وسله والو د جذب ، ښوونې روزنې او د افغانستان جهاد د پیاوړتیا په نوم یې د زرګونو دیني مدرسو بنسټ کېښود

شریک یي کړئ