وروستي خبرونه
Thumbnail
ستاسو نظر

آیا د افغانو مېرمنو غږ اورېدل کېږي؟

هلمندۍ مېرمن ذولحجه چې د هېواد په ساتنه کې یې درې زامنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور یې ټپي دی، په ستختیو سره خپل ژوند مخې ته وړي

په افغانستان کې د مېرمنو ستونزې ټولو ته معلومې دي. افغان مېرمنې له ګڼو او ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي خو د لومړي ځل لپاره د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو داسې نوښت د افغان سمون ټولنې له خوا رامنځ ته شو، چې یو شمېر بې‎وزلې او ناچارې افغان مېرمنې په مستیقمه او مخامخ توګه د افغانستان له ولسمشر او د هېواد له لومړۍ مېرمنې سره وګوري او خپلې ستونزې دوی ته واوروي.

ما او ملالۍ شینوارې دواړو په ګډه دغه نوښت ته عملي بڼه ورکړه او دا پروګرام مو پرمخ یوړه.

په دغه پروګرام کې مو د کندهار، هلمند، میدان وردګ، لوګر، کابل، کاپیسا، خوست، ننګرهار، پکتیا او پکتیکاولایتونو مېرمنو ته بلنه ورکړېوه. له شکه پرته دا کتنه به د ښځو پروړاندې د ولسمشر او د حکومت په سیاستونو مثبت اغېز ولري.

خو پوښتنه داده چې ایا حکومت به څومره د دوی د غوښتنو په اړه جدي اقدامات وکړي؟ ایا دا مېرمنې به هڅه وکړي،چې د خپلو حقوقو د لاس ترلاسه کولو او د خپلو ستونزو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي؟ 

ایا دوی به له ما او ملالۍ سره اړیکه ونيسي چې ولسمشر د دوی په اړه کوم اقدامات ترسره کړي او که نه؟ ایا دوی به هڅه وکړي چې خپل لید واخلي او مبارزه وکړي؟ ایا دوی به په خپل ژوند کې د یو مثبت او ژور بدلون د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي؟

دا هغه سوالونه دي چی زما په ذهن کی ګرځي .له دې مېرمنو سره له کتنې څخه ډېرې په زړه پورې او نه هېرېدونکې خاطرې لرم.

د۴۶  تنو ښځو نه به زه په لنډ ډول د څلورو تنو درد او نه هېرېدونکې خاطرې له تاسو سره شریکې کړم.

ذولحیجه د هلمند ولایت اوسېدونکې چې ۳ زامن يې د وطن په دفاع کې شهیدان شوي وو او څلورم ټپي دی.

کور او ځمکه یې چور شوي، هېڅ ډول عاید نه لري په کرایي کور کې د شهیدانو د کوڼدو او د یتمیانو سره اوسېږي او حکومت د هغې د زامنو معاشونه هم نه ورکوي.

‌‌‌‌‌‌ډېره کړېدلې او خواره وه. د دې مېرمنو په منځ کې یوه بله مېرمن نادیه د وردګو له ولایت څخه راغلې وه.

نوموړې مېرمنې راته وویل چې کونډه ده او هېڅوک نه لري. ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې د خپلې کورنۍ لګښت څنګه پیداکوي؟

یادې مېرمنې بېرته راته په ځواب کې وویل چې پټی لرم او هغه کې په کرنه باندې بوخته یم. دا چې په وردګو کې له کوره د مېرمنو وتل شرم ګڼل کېږي له همدې امله د شپې له لوري خپله ځمکې او کروندې ته اوبه ورکوم.

فاطمه له پغمان نه راغلې وه چې مېړه یې له نشه‎یي توکي کارول او خرڅول یې. اوس بې سر پرسته ده او د خاوند وروڼه ورته وایي چې بچیان دې یتیم خانه کې پرېږده، زمونږ ورور ته طلاق ورکړه او د ورور كورته دې لاړه شه.

ځکه چې موږ ستا لګښت نه شو درکولای. دې وویل که زما مېړه د نشه‎يي توکو د خرڅولو په تور بندي شوی نو بیا په زندان کی ولې نشه‎یي توکي خرڅېږي؟

واقعا د افغانستان د ښځو درد او غم ‌‌‌‌‌‌ډېر دی. زما جالبې خاطرې په دې مېرمنو کې انارګلې چی د هلمند نه مهاجره او په بګرامۍ ولسوالۍ کې په خیمه کې اوسېږي ما ته وویل چې خپلې تورې عینکې ورکړم، څو په دې کې د ولسمشر له مېرمنې سره یو تصویر واخلي.

عینکې یې په سترګو کړې او د لومړۍ مېرمن سره په قطار کې ودرېده او عکس یې واخیست د انارګلې خطاب لومړۍ مېرمنې ته سخت په زړ پورې او خوندور وه.

هغې لومړۍ مېرمن ته وویل:«د پاچا صیب ماينې اسلام علیکم! موږ له بدې ورځې تاته راغلي یو سر پناه غواړو.»

مېرمن ذولحیجه د هلمند نه چی زموږ په وسیله محترم اباسین ور سره د یو اندازه پيسو مرسته وکړه  راته وویل چې له دې پیسو نه څومره تاسې ته درکړم. ما ورته په خندا سره وویل چې ایا تاسې ماته بډې راکوئ؟

هغې وویل نه، زه تاسې ته بډې نه درکوم. دا چې له ما سره مرسته شوې نو زه خوشحاله یم او زه غواړم چې خپله خوشحالي له تاسې سره شریکه کړم او دا بډې نه دي.

له دې څخه څرګندېږي چې بې وزله افغان مېرمنې هم مجبوره دي چې بډې ورکړي او دا ډېر د بدبختۍ ځای دی.

له همدې هلمندۍ مېرمنې ذولحیجې سره چې خپل درې زامن یې له لاسه ورکړي وو یوځای په موټر کې یوې غونډې ته روانه وم. نوموړې مېرمنې په لار کې یو سوالګر ولید، ماته یې وویل چې ۵۰ افغانۍ راته میده کړه،چې دې سوالګر ته یې ورکړم.

له دې مېرمنې سره ټولې ۵۰ افغانۍ وې او خپل درې زامن یې له لاسه ورکړي وو او د خپلې کورنۍ ټول مسؤولیت یې هم پرغاړه وه، خو سره له دې یې غوښتل چې له یوسوالګرسره مرسته او همکاري وکړي.

د دې هلمندۍ مېرمنې کړنې راته څرګنده کړه چې دا مېرمن څومره ستر زړه لري او څومره مهربانه ده.

د دې ټولو مېرمنو ستونزې سره ورته او شریکې دي دوی هر څه له لاسه ورکړي په فقر اوسختو  حالاتو کې ژوند کوي. د کار روزګار زمینه نه ده ورته برابره، ماشومان یې ښوونځۍ نه لري.

مېرمنې روغتیایې ستونز لري دوی اکثر داسې سیمو کې اوسېږي چې هېڅ ډول بشري اسانتیاوې نه لري.

د دې وېره ډېره زیاته ده چې د بې روزګارۍ، فقر او تنګدستۍ له کبله یې ځوانان په جرایمو لاس پورې کړي اویا هم د سیمې د استخباراتو ښکار شي.

د دې مېرمنو د ژوند او مبارزې قصې له ډېرو ستونزو او غمونو ډکې دي. د دوی مبارزې او هڅو ته انسان حیرانه کېږي.

په ژوند کې له دې ډول ستونزو سره مبارزه کول د یوې مېرمنې لپاره ډېرستونزمن کار دی خو یادې مېرمنې د ډېرو سختو شرایطو له شتون سره سره د خپلو اولادونو او د خپل ژوند د دوام لپاره خپلوهڅو او مبارزې ته دوام ورکوي.

لیکونکې: د افغانستان د ښځینه وو انحنیران ټولنې مشره، ذکیه وردګ

شریک یي کړئ